|
کندهار کې دوه ځانمرگي بريدونه شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کندهار ښار په لويديځ کې د ميرويس نيکه زيارت ته نژدې دوه پرله پسې ځانمرگي بريدونه نن مازديگر (د کب ١٧ د مارچ ٨ ) شوي دي . دغه بريدونه چې له يوۀ بله د ٢٠ دقيقو په واټڼ کې وشول دواړه د کندهار هرات پر لويه لاره شوي دي .پر دغې لويې لارې د موټرو او خلکو خورا ډيره گڼه گوڼه وي . دغلته گڼ شمير تيل پلورونکې هټۍ شته چې د عيني شاهدانو په وينا اور ورته شوى دى . افغان چارواکي وايي په دغو چاودونو کې بريد کوونکي وژل شوي او پنځه ملکي کسان پکې ټپيان دي چې دوه يې ماشومان دي . بريد کوونکي په موټرو کې سپارۀ و . ظاهرآ يې هدف د ناټو کاروانونه و چې په لاره تيريدل . قاري يوسف چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي بي بي سي ته له يوۀ نامعلومه ځايه د تيلې فون په کرښه وويل چې بريد دوى کړى دى . قاري يوسف وويل چې په بريد کوونکو کې د دۀ په وينا يو کس افغان و خو د بل يوۀ په باب يې معلومات نه لري . لومړني رپوټو نه ښيي چې لږ تر لږه د ناټو يوۀ گاډي ته په دغو بريدونو کې تاوان اوښتى دى خو کوم سرتيرى يې نه دى ټپي شوى . د ٢٠٠٧ کال له پيل راهيسته په ټول افغانستان کې له دغو ځانمرگو بريدونو سره ټول ١٨ بريدونه شوي دي . په دغو ځانمرگو بريدونو کې ډير تاوان ملکي کسانو ته ور اوښتى دى چې تر ټولو لوى يې د کابل په شمال کې د بگرام هوايي ډگر ته نژدې و . په هغه بريد کې د افغان چارواکو په وينا ٢٣ کسان وژل شوي و . | ورسره تړلي نور خبرونه د ننگرهار په بريد کې ١٦ وژل شوي04 مارچ, 2007 | خبرونه ايساف : طالبان يوازې ملکي خلک په نخښه کوي28 فبروري, 2007 | خبرونه کندهار کې ځانمرگي بريد يو لاروى وواژۀ27 فبروري, 2007 | خبرونه بگرام کې ډيک چيني ته نژدې ځانمرگى بريد وشو27 فبروري, 2007 | خبرونه په خوست کې ځانمرگي بريد پوليس وواژۀ26 فبروري, 2007 | خبرونه د خوست ځانمرگي بريد ٣ کسه ټپيان کړل20 فبروري, 2007 | خبرونه د هرات ځانمرگي بريد ٥ کسه ټپيان کړل30 جنوري, 2007 | خبرونه په خوست کې ځانمرگي بريدافغان کارگر ووژل23 جنوري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||