BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:01 گرينويچ 2007 ,06 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل کې ځانمرگي بريد ٥ کسه ووژل
کابل
د مارچ په ٢٨ نېټه هم د کابل په ښار کې ځانمرگى بريد شوى و چې مرگ ژوبله ورسره مله وه
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې نن سهار ( د وري ١٧ د اپريل ٦ ) يوۀ ځانمرگي هغه مهال له چاودېدونکو توکو ډک گاډى وچووۀ چې پوليسو ورته د دريدلو امر وکړ .

دغه پېښه د کابل ښار په سويل کې د دارالامان په سيمه کې وشوه . دغلته د افغانستان د ملي شورا ودانۍ هم ده .

د کابل د پوليسو مشر وايي په دغه پېښه کې ځاى پر ځاى د بريد کوونکي په گډون څلور کسان ووژل شول .

په پېښه کې پنځه کسه ټپيان و چې د ابن سينا د روغتون د چارواکو په وينا له ټپيانو څخه هم يوۀ تن ساه ورکړه .

په وژل شويو کسانو کې يوازې يو کس پوليس ښوول شوى دى . د چاودنې په سيمه کې نړيوال ځواکونه نه و .

د افغانستان په پلازمنه کابل کې دا د ٢٠٠٧ کال راهيسته دريم ځانمرگى بريد دى .

وروستى هغه د مارچ په ٢٨ نېټه شوى و چې دوه تنه يې ووژل او پنځه کسه نور يې ژوبل کړل.

په تيرو درو مياشتو کې په ټول افغانستان کې څه کم ٣٠ ځانمرگي بريدونه شوي دي.

افغان او ناټو ځواکونو وار دمخه اټکل کړى و چې سږ کال به د وسله والو طالبانو له خوا ځانمرگي بريدونه ډيريږي .

د دوى دليل دا و چې گواکې وسله وال طالبان نور کمزوري شوي او د بريد يوازينۍ لاره ورته د ځانمرگو بريدونو پاتې شوې ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
په کابل کې ځانمرگى بريد
19 مارچ, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت