BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:57 گرينويچ 2007 ,19 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کابل کې ځانمرگى بريد
ايساف
بهرني ځواکونه زياتره د ځانمرگو بريدونو موخه وي
د کابل ښار په ختيځ کې پر بهرنيانو ځانمرگى بريد شوى.

د مرگ ژوبلي په اړه ىې تر اوسه دقيق جزئيات نشته، خو وىل کيږي چې تلفات ىې اړولي دي.

چاودنه د ښار ختيځ پلو ته په يکه توت سىمه کې سهار د ١١ بجو شاوخوا شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت د بريد پخلى کوى، خو وايي چې د تلفاتو په اړه به جزئيات وروسته ورکړي.

د کابل د جنايي څانگي د پوليسو مشر عليشاه پکتياوال بي بي سي ته ووىل ملکي وگړو ته په دې بريد کې زىان نه دى اوښتى، خو بهرنيانو ته د مرگ ژوبلي په اړه پلټنې روانې دي.

د پيښي په ځاى کې ىوۀ عيني شاهد وويل ىوۀ ځانوژونکي سړي له چاودېدونکو توکو خپل ډک کرولا موټر د بهرنيانو له ىوه لنډکرونزر موټر سره وجنگاوه.

تر اوسه لا ښکاره نه ده، چې په برىد کې را ښکېل بهرنيان څوک دى، خو داسي شکونه شته چې کيداى شي دىپلوماتان وي.

دا د ژمي له څو مياشتني ځنډ وروسته په کابل کې لومړنى ځانمرگي برىددى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت