BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:00 گرينويچ 2007 ,11 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار کې ځانمرگي بريد 'اته' کسان ټپيان کړل

د مېرويس نېکه زيارت
ځانمرگى بريد په ميرويس مېنه کې د افغان ملي قائد مېرويس نېکه زيارت ته نژدې شوى
د کندهار ښار په لوېديځ کې په يوه ځانمرگي بريد کې چې په ښکاره يې موخه د ناټو ځواکونه و لږ تر لږه دوه ملکي وگړي ټپيان شوي.

په هغه ځانمرگي بريد کې چې نن (چهارشنبه) ماسپښين د کندهار په ميرويس مېنه کې وشو، تر اوسه يوازې د ځانوژونکي د مړينې او د دوو ملکي کسانو د ژوبلېدو پخلى شوى.

عيني شاهدانو ويلي چې په دغه بريد کې اته تنه ژوبل شوي، خو رسمي سرچينې دغه شمېره نه تائيدوي.

په کندهار کې د ناټو پوځ يوۀ وياند بي بي سي ته ويلي چې په دغه ځانمرگي بريد کې چې د دوى له گاډو سره نژدې وشو، د ناټو سرتېرو ته هېڅ تاوان نه دى رسېدلى.

دغه بريد د ميرويس نېکه زيارت ته نژدې شوى، چې په کندهار کې يې د روان زېږديز کال له پيله د شويو ځانمرگو بريدونو شمېره اووه ته ورسوله.

د شمېرو له مخې په ټول هيواد کې د همدې مودې په ترڅ کې د ٣٠ شاوخوا ځانمرگي بريدونه شوي.

کندهار دافغانستان په سويل کې يو تر ټولو نارامه ولايت دى.

دلته درې ورځې وړاندې د ناټو شپږ کاناډايي سرتېري د سړک د غاړې په يوه چاودنه کې وژل شوي وو، چې په دا وروستيو مياشتو کې بهرنيو سرتېرو ته د مرگ ژوبلې له پلوه تر ټولو لويه چاودنه وه.

بل خوا په کابل کې د ناټو پوځ يوې وياندې ويلي چې په افغانستان کې د زېږديز کال له پيل راهيسې د تاو تريخوالي په پېښو کې د ٤٠٠ شاوخوا کسان وژل شوي.

ماريا کرل يوې خبري ناستې ته نن وويل چې د وژل شويو ډېرى برخه ملکي وگړي دي چې د دې په خبره، د بم بريدونو او ځانمرگي چاودنو قربانيان دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت