|
کندهار ښار کې پر ناټو د توغنديو بريد شوى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان په كندهار ولايت كې دناټوپرځواكونو په ښار كې دننه د توغنديو بريد شوى دى چې دوه كسان يې وژلي دي. ناټووايي په بريد كې د دوى سرتېري نه دي زيانمن شوي خو يو موټر يې ويجاړ شوى دى . طالبانو د نورو دغه ډول پېښو په څير د دې مسووليت هم په خپله غاړه اخيستى دى . دالومړى ځل دى چې په ښار كې دننه ولايتي ودانۍ ته څېرمه دناټو ځواكونو پر پوځي كاروان د سپكو او درنو وسلو بريد وشو دچارواكو په وينا يو پوليس او يو سوالګر په دغه پېښه کې ووژل شو او بريد كوونكي له بريد وروسته د پېښي له ځاى څخه روغ رمټ ووتل. نژدې نيم ساعت په ښار كې دننه دسپكو او درنو وسلو ډزې روانې وې. خلکو فكر كاوه چې ښايي بيا به ځايي پوليس له يوبل سره ښکېل وي ، ځكه وړاندې دا ډول نښتې په كندهار ښار كې دپوليسو يا پوليسو اوځايي مليشو ترمنځ شوي دي. وسله وال طالبان وايي بريد يې د اوږې د توغنديو اوسپكو وسلو په مټ ترسره كړى او ادعا کوي چې ناټو ځواكونو ته يې مرګ ژوبله وراړولې ده . خوناټو وايي چې په ماښامني بريد كې د دوى سرتېروته هيڅ ډول مرګ ژوبله نه ده ووراوښتې. دكندهار په هوايي ډګر كې دناټو يو پوځي وياند جګړن واټسن دا مني چې يو موټر يې ويجاړ شوى دى . واټسن وايي چې د دوى ډېرى پوځي موټر زغره وال دي اود ده په وينا داامكان لږ وي چې د دوى سرتېري دې پكي زيان من شي . په كندهارښار كې تېركال پر بهرني پوځيانو ځانمرګو بريد كوونكو بريدونه وکړل چې تل تر دوى پکې دملكي وګړو مرګ ژوبله زياته وه . خواوس مهال نړيوال پوځيان اكثره وخت د ورځي له مخې په ښاركې تګ راتګ نه كوي او ځانمرګي بريدونه هم لږ شوي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||