BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:49 گرينويچ 2007 ,09 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کندهار کې شپږ کاناډايي سرتېري وژل شوي
د کندهار ولايت په پنجوايي کې کاناډايي سرتېري له افغان پوليسو سره
له ٢٠٠٢ کال راهيسې چې کاناډايي ځواکونه په افغانستان کې مېشت شوي، ټولټال ٥١ سرتېري يې وژل شوي دي.
د افغانستان په سويلي ولايت کندهار کې شپږ کاناډايي سرتېري په يوه چاودنه کې وژل شوي، چې دا په يوه ورځ کاناډايي ځواکونو ته تر ټولو لويه مرگ ژوبله ده.

اووم کاناډايي سرتېرى سخت ژوبل شوى، خو ټپونه يې مرگونې نه دي ښودل شوي.

د ناټو تر مشرۍ لاندې دغو سرتېرو د کندهار ښار لوېديځ ته د يکشنبې په ورځ گزمه کوله چې د سړک د غاړي چاودنه پرې وشوه.

د کاناډا لومړي وزير سټيفن هارفر، چې په فرانسه کې د ايسټر په مذهبي مراسمو کې گډون کوي، د خپلو شپږو سرتېرو پر وژنه خواشيني ښودلې او دا يې په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو لپاره يوه خورا سخته ورځ بللې.

هغه په کندهار کې خپلو سرتېرو ته ورپېښ گواښونه د کاناډايي ځواکونو لپاره هومره خطرناک وبلل لکه د لومړۍ نړيوالې جگړې په ترڅ کې.

له ٢٠٠٢ کال راهيسې چې کاناډايي ځواکونه په افغانستان کې مېشت شوي، ټولټال ٥١ سرتېري يې وژل شوي دي.

د يکشنبې په ورځ د ناټو پوځ يو بل سرتېرى هم په سويل کې وژل شوى و، چې هويت او د پېښې ځاى يې تر اوسه نه دى ښودل شوى.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت