|
کاناډا: له افغانستان څخه سرتيري نه وباسو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
کانا ډا وايي ځواکونه به يې تر ٢٠٠٩ کاله پورې په افغانستان کې پاتې شي .تېره ورځ ددغه هېواد د مشرانو جرگې د دفاع جرگگۍ حکومت ته وړاندېز وکړ چې که اروپايي هيوادونه په افغانستان کې ځواکونه زيات نه کړي کاناډا دې په يوه کال کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي . په کابل کې د کاناډا سفيرډيوېډ سپرول خبريالانو ته وويل چې تر ٢٠٠٩ کاله به يې سرتېري دافغانستان په سويل کې امنيتي دندې ترسره کړي. ((دکاناډاحکومت له خپله اړخه ژمن دى چې ځواکونه به يې له افغانستان سره په امنيتي ډگر کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. زه تا سوته ډاډ درکوم چې دکاناډا حکومت او خلک به د ٢٠٠٩ کال تر جنورۍ پورې په دغه ماموريت کې له تاسو سره وي . تاسو ډاډه اوسئ چې کاناډايي ځواکونه به لږترلږه تر دغې ټاکل شوې نيټې پورې په کندهار کې خپلې دندې تر سره کړي.)) دکاناډا سفير په ډاگه کړه چې د مشرانو د جرگې دغه غوښتنه يو وړاندېز دى او هېواد به يې له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي . ددغه هېواد ٢٥٠٠سرتېري دافغانستان په نا ارامه ولايت کندهار کې امنيتي دندې ترسره کوي چې په تېر کال کې له گڼوبريدونوسره مخامخ شول . کندهار د طالبانو کلک مرکز دى چې په تېر کال کې دافغان دولت مخالفينو ورته خپل ډير پام اړولى . په تيرو څو کلونو کې تر ٤٠ زيات کاناډايي سرتيري په افغانستان کې وژل شوي دي. د سرتير تر څنگ کاناډا د افغانستان سره ستر مرسته کونکى هېواد دى چې سږکال غواړي ١٠٠ ميليونه ډالره دبيارغاونې په پروژو ولگوي .او تر ٢٠١١ کاله پورې هرکال سل سل ميليون ډالره له افغانستان سره مرسته وکړي . | ورسره تړلي نور خبرونه کاناډا د افغانستان پر ماموريت بيا بحث پيل کړ16 جولاى, 2006 | خبرونه کاناډا له افغانستان سره مرستو ته بيا ژمنه شوه10 مۍ, 2006 | خبرونه کانادا افغانستان کې تر پايه خپل سرتيري پريږدي15 اپريل, 2006 | خبرونه کابل : د پاکستان له مرستې پرته نړۍ خوندي نه ده14 مارچ, 2006 | خبرونه پر کاناډايي عسکر بريد وشو 05 مارچ, 2006 | خبرونه په افغانستان کې يو کانادايي عسکر ووژل شو25 نومبر, 2005 | خبرونه کانادا : د افغانستان سويل لويديځ ته به نوي سرتيري ليږو13 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||