BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:10 گرينويچ 2006 ,15 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کانادا افغانستان کې تر پايه خپل سرتيري پريږدي
افغان او کانادايي مشران
د کانادا نوى لومړى وزير په دې وروستيو کې کابل او کندهار ته ولاړ او له ولسمشر کرزي او کانادايي سرتيرو سره يې وليدل

په کانادا کې داسې بحثونه تاوده شوي دي چې په افغانستان کې د کانادايي سرتيرو دنده بايد څه وي .

په دې وروستيو کې کانادا په کندهار کې تر ٢٠٠٠ ډير سرتيري ځاى پر ځاى کړي دي چې د افغانستان له تاوتريخوالي ډک ولايت دى .

کانادايان له دې نظر سره اوس ځان روږدى کوي چې د دوى پوځ په مخامخ جگړه کې ښکېليږي .

ډير کانادايان په دې وياړي چې د کاسوو او هيتي په څير ځايونو کې يې سوله ساتى رول لوبولى دى .

خو افغانستان ته په خپل دې وروستي ماموريت کې يې تر اوسه ١١ سرتيري وژل شوي دي ، د دغو وژل شويو کسانو وروستي هغه ايله يوه اوونۍ وړاندې خاورو ته وسپارل شول دوى له باغيانو سره په سخته نښته کې وژل شوي وو .

خو نوى محافظه کاره حکومت وايي دوى به په شا نه شي . د کانادا د دفاع وزير وايي :

(( لومړي وزير مو په افغانستان کې دريځ ښه روښانه کړى دى . موږ به تر پايه هلته يوو . موږ به د خپلو سرتيرو ملاتړ کوو . ))

د کانادا د دفاع وزير گورډن اوکارنر څو ورځې وړاندې په پارلمان کې د افغانستان په باب د کانادا د رول په باب بحث په همدغو خبرو پيل کړى و .

د کانادا نوي لومړي وزير سټيفن هارپر په دې وروستيو کې ويلي وو چې دى به له دې ماموريته مخ وانه ړوي .

خو د نړيوالو قوانينو ځينو کارپوهانو پر دې معاملې نيوکې کړي دي چې وايي زندانيان به افغان حکومت ته سپاري ، په دغو کسانو کې ډاکټر مايکل بايرس هم شامل دى چې د برټيش کولمبيا پوهنتون څخه دى :

(( هغه کانادايي سرتيري چې زندانيان افغان حکومت ته سپاري په بشپړه توگه ډاډ نه لري چې دغه کسان به داسې کوم بل هيواد ته ونه سپارل شي چې پکې شکنجه او يا کوم بل ډول ځورونه کيږي .))

افغانستان ته د سرتيرو د ماموريت په باب د کانادايي ولس نظر سره وېشلى دى .

په يوې وروستۍ نظر پوښتنې کې په سلو کې ٥٥ کسانو ويلي چې د سرتيرو د لېږلو د پريکړې ملاتړ کوي .

خو په همدغې نظر پوښتنې کې په سلو کې ٧٠ کسانو وويل چې د دغو سرتيرو دنده دې تر جگړې ډيره د سوله ساتنې وي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت