BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:27 گرينويچ 2006 ,15 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
چارواکي د کندهار سخته جگړه ختمه شوې گڼي

کندهار
د کندهار ولايت اوسيدونکي وايي د طالبانو له نسکوريدو راهيسته دومره سخته جگړه نه وه ليدل شوې
ځايي چارواكو د كندهار د سويل لوېديځ په ژړۍ ولسوالۍ كې د جګړې د بندېدو اعلان وكړ او ويې ويل چې د جګړې په ترڅ ۴۷ كسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان دي.

د كندهار والي اسدالله خالد وايي چې پلټونکي عمليات يې دوام لري خو د ده په خبره طالبان د جګړې د كولو له توان څخه لوېدلي دي.

نوموړي د يوې خبري غونډې په ترڅ كې وويل چې تېره ورځ يې د جګړې او بمباريو پر مهال ۴۱ طالبان وژلي او په لسګونو نور ژوبل كړي دي.

ده دا هم ومنله چې د سنګسار د كلي جګړه خورا زوروره وه، د ژړۍ ولسوالۍ د امنيې د قوماندان اسد خان په ګډون وركې شپږ پوليس سرتېري وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.

په ژوبل شويو كسانو كې د ژړۍ ولسوال هم شامل دى. اسدالله خالد دا يادونه هم وكړه چې د جګړې پر مهال يې١٣ طالبان ژوندي هم نيولي دي..

بل لوري ته د طالبانو يو وياند قاري يوسف د ټئليفون پر كرښه بي بي سي ته وويل چې د جګړې پر مهال درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

ده بيا دولتي ځواكونو ته وراوښتې مرګ_ژوبله ډېره وبلله او ټينګار يې وكړ چې د دولتي ځواكونو وسلې او موټران په لاس ورغلي دي.

سيمه ييز وګړي بيا ملكي خلكو ته وراوښتې مرګ_ژوبله زياته بولې، خو د كندهار والي اسدالله خالد وايي چې په جګړه كې يوازې درې ملكي كسان ټپيان شوي دي.

د تېرې ورځې جګړه، چې د ژړۍ ولسوالۍ له سنګسار كلي څخه پيل شوه په لومړيو كې د سړك په خوا كې خورا توده روانه وه، د ورځې په اوږدو كې طالبان په باغونو او كليو ننوتل.

د كندهار_هرات لويه لاره د پنځو ساعتونو لپاره د موټرو پر مخ بنده وه، تر غرمې وروسته د نړيوالو ځواكونو چورلكو او جنګي الوتكو د سنګسار سيمه او د ژړۍ ولسوالۍ بېلابېلې برخې بمبار كړې.

بمباري خورا زوروره وه او د سيمې ډېرى كورنۍ د څړك شمال لوري ته د اوارې دښتې په خوا كې تر سترګو كېدې.

سيمه ييزو خلكو د طالبانو د واكمنۍ تر ړنګېدو وروسته دا د خپل نوعيت تر ټولو شديده جګړه وبلله. چارواكي وايي چې تر ١٠٠ زيات طالبان د هلمند تر عملياتو راوروسته دغې سيمې ته راغلي وو چې دولتي ځواكونو ورباندې عمليات پيل كړل.

په عملياتو كې د ملي پوځ سرتېرو، پوليسو او نړيوالو ځواكونو په پراخه پيمانه ونډه اخيستې وه، له ژړۍ ولسوالۍ سره نيژدې هم د نړيوالو ځواكونو له لوري لوى توپونه او زغره والې وسلې ځاى پر ځاى كېدلې او ډېرى سيمه ييزو وګړو له خپلو كورونو څخه نورو سيمو ته كډې كړې دي.

اوس ورو_ورو سيمه ييز وګړي بېرته خپلو كورونو ته ورستنېږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت