BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پر کاناډايي عسکر بريد وشو
کندهار
کندهاريو له هغو ولايتونو څخه دى چې پکې داورپکو له خوا پر نړيوالو امنيتي ځواکونو باندې حملې نسبتا زياتې کيږي
د افغانستان په جنوب کې يو کاناډايي عسکر سخت ټپي شوى دى . په دغه عسکر پرون د کندهار ولايت د شاولي کوټ په ولسوالۍ کې د يوې قومي غونډې په مهال د يوه تن له خوا د تبرگي وار شوى .

په افغانستان کې د کاناډايي سر تيرو لپاره يوه وياند وويل ددغه عسکر چې د شا له خوا په سر باندې په تبر وهل شوى روغتيايي حالت ښه نه دى.

همدا راز دغه وياند وويل حمله کوونکى هم ځاى پر ځاى د يوه کاناډايي سر تېري له خوا په ډزو کې وژل شوى .

ټپي شوى کاناډايي عسکر په کندهار کې د نړيوالو ځواکونو يوه روغتون ته ليږدول شوى چې له هغه ځايه به جرمني ته د ناټو د سر تېرو لپاره روغتون ته ولېږدول شي

له بل پلوه يوه بل کاناډايي عسکر چې د علاج لپاره جرمني ته ليږدول شوى وو مړ شوى دغه کاناډايي عسکر د هغو پنځو سر تېرو په ډله کې وو چې تېره اونۍ د افغانستان په جنوب کې د يوه ځانمرگي بريد په مهال ټپي شوي وه.

د کاناډا حکو مت ويلي دي چې دغه راز بريدونه به په افغانستان کې د دوى پر ماموريت اغيزه ونه کړي .

په افغانستان کې د نړيوال ايتلاف په ليکو کې لږ ترلږه دوه زره کاناډايي سر تېري په دندو بوخت دي . دوى د افغانستان په جنوب کې د القاعده او طالبانو پر ضد د عملياتو تر څنگ د بيا رغونې کارونه هم کوي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت