لي کارتر تورنتو، کاناډا |  |
 | | | کاناډايان په افغانستان کې د خپل هيواد د عسکرو پر ونډې سره وېشل شوي دي. |
په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو د شتوالي پر سر بحثونه تېره اوونۍ د يوه کاناډايي عسکر تر وژل کېدو او د څو نورو تر ټپي کېدو وروسته په کاناډا کې بيا تاوده شول. کاناډايان په افغانستان کې د خپل هيواد د عسکرو پر ونډې سره وېشل شوي دي. دغه هيواد په افغانستان کې څه له پاسه دوه زره پوځيان لري چې له برتانويانو او امريکاييانو سره اوږه په اوږه په کندهار کې د طالب ياغيانو او القاعدې پر تعقيب بوخت دي. د کاناډا احتياط سرتېرى انتوني بونيکا تېره اوونۍ پاى د کندهار په لوېديځو څنډو کې له طالبانو سره د تودې نښتې په ترڅ کې ووژل شو. د هغه تر مرگ وروسته يې د ويرجنې کورنۍ ځينو غړو، چې يو تره او ناوې يې هم پکې راځي، ادعا وکړه چې سرتيري بونيکا ويلي وو چې له پوځ نه نهيلى شوى دى. د هغه له خولې دا هم ويل شوي چې له دې نه يې شکايت درلود چې د احتياط د دورې د يوه سرتيري په توگه د جبهې په لومړۍ ليکه کې د جنگېدو لپاره سمه روزنه نده ورکړ شوې. د دغه کاناډايي عسکر د پلار څرگندونې بيا له دغو خبرو سره توپير لري. هغه وويل چې زوى يې غوښتل افغانستان ته ولاړ شي. په دې بحثونو کې د کاناډا ددفاع وزير، گورډون او کونر هم ورگډ شوى او ويلي يې دي چې د احتياط د دورې سرتېري هم هماغسې روزنه ويني چې د عادي خدمت سرتېرو ته ورکول کېږي او ددغه ماموريت دفاع يې وکړه: "موږ تل د پوځ او عملياتو لپاره د ولسي ملاتړ په اړه اندېښنه لرو. په اوسني حالت کې زموږ انگېرنه داده چې په عمومي ډول کاناډاييان په افغانستان کې زموږ د عمليانو ملاتړ کوي". د کاناډا محافظه کار حکومت چې تېره جنورۍ واک ته ورسېد، د افغانستان په جنوب کې ددغه هيواد ونډه په خپلې يوې مهمې ژمنې واړوله. خو د پنجشنبې په ورځ کاناډا ته د سرتېري بونېکا د تابوت په رارسېدو سره، حکومت مجبور شو هغه پرېکړه واړوي چې رسنۍ يې د وژل شويو سرتېرو د تابوت د رارسېدو د مراسمو له خپرېدو نه راگرځولې. دې ته ورته ناندره ييز بنديز په امريکا کې هم د بوش د ادارې له خوا پر رسنيو لگول شوى دى. خو دلته په کاناډا کې د پوځيانو يو شمېر کورنيو پر حکومت تور ولگاوه چې په هغو مراسمو کې سياسي گوتې وهي چې عادي ولس يې په اړه د معلوماتو د لاسته وروړو حق لري. |