|
کابل : د پاکستان له مرستې پرته نړۍ خوندي نه ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نن د سه شنبې په ورځ ( د کب ٢٣ د مارچ ١٤ ) په کابل کې د يوۀ خبري کانفرانس پر وخت افغان ولسمشر حامد کرزي پر گاونډي هيواد پاکستان غږ وکړ چې د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې همکاري وکړي . ښاغلي کرزي دا خبرې په داسې وخت کې کولې چې د کانادا نوي لومړي وزير ستيفن هارپر په کندهار کې د خپلو سرتيرو له ليدو وروسته په کابل کې له افغان مشرتابۀ سره وليدل او په گډ خبرې کانفرانس کې يې پوښتنو ته ځواب ووايۀ . ولسمشر کرزي وويل نړۍ بايد د ترهگرۍ پر ضد لاسونه سره ورکړي ځکه چې د دۀ په وينا (( ترهگري پر هر چا اغيز لرلى شي . )) افغان ولسمشر زياته کړه : (( د ترهگرۍ پر ضد د نړيوالې جگړې دوه مهم هيوادونه افغانستان او پاکستان دي تر هغو چې ريښتينې ، ډيره او سيستوماتيکه همکاري له ټولو غاړو نه وي نړۍ خوندي کيداى نه شي . )) د ښاغلي کرزي دا خبرې په داسې وخت کې شوي چې د اسلام اباد او کابل تر منځ پر يوۀ بل د همکارۍ نه کولو تورونه ډير شوي دي . وړمه ورځ د مشرانو د جرگې پر ريس صبغت الله مجددي باندې تر ځانمرگي بمي بريد وروسته هغۀ تور ولگاوۀ چې پاکستان په دې پېښه کې لاس لري ، دغه تور پاکستان سم لاسي رد کړ او ويې ويل چې آن ولسمشر کرزي ويلي چې د پلټنو تر بشپړولو وړاندې چاته گوته نه شي نيولى . پاکستاني غاړه ادعا کوي چې اورپکې له افغانستان څخه ور اوړي خو کابل تور لگوي چې د طالبانو پاتې شوني او القاعده اورپکې په پاکستان کې دېره دي . د کابل په خبري کانفرانس کې لومړي وزير ستيفن هارپر ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چې کانادا د يوۀ پياوړي او ښېرازه افغانستان لپاره ژمنه ده . ښاغلي هارپر وويل (( موږ د افغانستان له حکومت سره مرسته کوو چې هيواد بيا ورغوي . )) ښاغلى هارپر اوس اسلام اباد ته رهي شوى دى چې له پاکستاني مشرتابۀ سره هم خبرې وکړي . کانادايي لومړي وزير پرون په کندهار کې له خپلو سرتيرو سره وليدل او شپه يې هورې تيره کړه . په کندهار کې د کانادا شاوخوا ٢٣٠٠ سرتيري ځاى پر ځاى شوي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||