BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:19 گرينويچ 2006 ,10 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کاناډا له افغانستان سره مرستو ته بيا ژمنه شوه

کرزى او کانادايي وزير
تر خبري کانفرانس وړاندې د کانادا د بهرنيو چارو وزير لع ولسمشر کرزي سره وليدل
د کاناډا د باندينيو چارو وزير افغانستان ته د خپل دوه ورځني سفر په پاى کې ژمنه وکړه چې هيواد به يې په خورا زياتې ليوالتيا سره د افغانستان د امنيت او بيا رغونې په ډگرونو کې مرستو ته دوام ورکړي .

پيتر مککي له ولسمشر حامد کرزي او خپل سيال ډاکټر رنگين دادفر سپنتا سره تر خبرو وروسته په کابل کې يوه خبري کنفرانس ته دغه څرگندونې وکړې .

د دې خبري کنفرانس په مهال د افغانستان د باندينيو چارو وزيرهم په خپل وار له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې او په دغه لړ کې د يوه نژدې متحد په توگه د کاناډا له لورې د اوږدې مودې د مرستو او ملاتړ پر اړتيا ټينگار وکړ .

د کاناډا د باندينيو چارو وزير پيتر مککي له ترهگرۍ سره په نومول شوې جگړه کې د راښکيلو لويديځو هيوادونو د لوړ پوړو چارواکو د تودو سفرونو په لړ کې وروستى چارواکى دى چې افغانستان ته سفر کوي .

په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي او د باندينيو چارو له وزير ډاکټر رنگين دادفر سپنتا سره له خبرو وروسته ښاغلي مککي يو ځل بيا له افغانستان سره د مرستو د دوام په برخه کې هغه ژمنې تکرارکړې چې دوه مياشتې وړاندې د کاناډا لومړي وزير ستيفين هارپر همدلته په کابل کې کړې وې.

ده د ترهگرۍ له لورې گواښونو ته په کتو سره د افغانستان او کاناډا انديښنې او گټې شريکې وبللې او ټينگار يې دا وو چې هيواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره په ليوالتيا سره د اوږدې مودې پانگونې ته چمتو دى .

دۀ وويل :
(( زموږ په وړاندې داسې لوى هدفونه دي چې په گډه يې بايد تر سره کړو . لکه د ديموکراسۍ پراختيا او د ترهگرۍ مقابله . کاناډا له څه شک پرته د يوه باثباته او د امن له اړخه د خوندي افغانستان له رادبره کيدو سره ډيره ليوالتېا لري . موږ په دې هم پوهيږو چې که د ترهگرۍ جرړې ونه وځي نو هيڅ هيواد به يې له گواښه خوندي نه وي . ځکه خو موږ له نړيوالې ټولنې سره اوږه په اوږه په افغانستان کې د ثبات د رامينځ ته کيدو لپاره هلې ځلې کوو . ))

د افغانستان د باندينيو چارو وزير ډاکتر سپنتا هم د کاناډا هيواد ، د افغانستان يو داسې متحد وباله چې د دۀ په وينا سرتيرو يې د افغانستان د خلکو د سوکالۍ لپاره وينې توې کړي دي . په ټوله کې ښاغلي سپنتا کاناډا له افغانستان سره د لويو مرسته کوونکو هيوادونو له ډلې څخه وبلله .

دۀ زياته کړه :
(( موږ د امنيت ، بيارغونې او ولسواکۍ په ډگر کې له افغانستان سره د کاناډا د پراخو مرستو او لويې ونډې ستاينه کوو . که د کاناډا او نړيوالې تولنې مرستې نه واى ، نو موږ په ټولو دغو ډگرونو کې دومره برياليتوبونه شول گټلى . ))

ښاغلى مککي کابل ته تر راتلو وړاندې د افغانستان په سويل کې د ميشتو کاناډايي سرتيرو د ليدو لپاره د سه شنبې په ورځ کندهار ته تللى وو .

اوس مهال د دغه ولايت د امنيت چارې کاناډايي ځواکونو ته ورتر غاړې دي . دغلته د ولايتي بيا رغونې يا PRT د ټيم په بڼه د ناټو په مشرۍ د نړيوالو مرستندويه امنيتي ځواکونو ايساف او د هغې تر څنگه د امريکې په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په چوکاټ کې ٢٢٠٠ کاناډايي سرتيري دنده تر سره کوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت