BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:12 گرينويچ 2005 ,25 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې يو کانادايي عسکر ووژل شو
امريکايي سرتيري
کانادايي سرتيري د متحدو ايالاتو په مشرۍ کې د نړيوالو ځواکونو په هغه ډله کې دي چې د افغانستان په سويل کې په دنده بوخت دي .
په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو يوه وياند ويلي دغه پيښه د کابل کندهار د لويې لارې په اوږدو کې شوې ده .

په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو وياند زياته کړې پيښه د کانادايې عسکرو د يوه سپک زغره وال گاډي د نسکوريدو له کبله رامنځ ته شوي دوى وايې په دغه پيښه کې بل گاډي شامل نه وو .

له ٢٠٠١ کال نه راپه دې خوا چې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو عمليات پيل شوي په نوموړي هيواد کې ٢٤ تنه کانادايي عسکر وژل شوي .

اوس مهال کانادا په افغانستان کې د ١٠٠٠ په شا او خوا کې سر تېري لري .

نوموړى هيواد په پام کې لري چې د ٢٠٠٦ کال په لوموړيو کې افغانستان کې د خپلو سر تيرو شميره نژدې ١٥٠٠ تنو ته ور زياته کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت