|
کندهار کې ځانمرگې بريد درنده مرگ ژوبله اړولې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي وايي چې يو ځانمرگي بريد کونکي د سويلي ولايت کندهار د پنجوايي په ولسوالى کې د آيساف سرتيرو او ملکي افغانانو پر يوه ډله بريد کړى چې درنده مرگ ژوبله يې اړولې ده . راپورونه وايي چې د نړيوالو ځواکونو سر تيرو د پنجوايي په ولسوالۍ کې د افغان ماشومانو يوې ډلې ته کوچنۍ تحفې ويشلې چې ځانمرگى بريد پرې وشو . د عيني شاهدانو راپورونه وايي چې لږ ترلږه ٢٥ تنه ماشومان ټپيان شويدي ايساف دا تايد کړى چې ٤ کاناډايي سرتيرى يي وژل شوي او يو شمىر نور ټپيان شوى او روغتون ته يي استولۍ خو ددغو ټپيانو دقىقه شميره معلومه نه ده . د يکشنبې په ورځ ناټو وويل چې د پنجوايي له ولسوالۍ څخه يې د اوږدو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو جنگيالي ويستلي دي. په همدې ترڅ کې افغان امنيتي چارواکو په کابل کې له څلورو نيول شويو کسانو سره داسې پرمختللي ريموټ کنترول بمونه او يوه اندازه چاودېدونکي مواد نيولي چې د پوځې وسايطو پر اواز باند ي چوي .پولېس دا نوي ډول بمونه بولي . دکابل دجنايي جرمونو سره دمبارزې مدېر جنرال عليشا پکتياوال نېول شوي ټول افغانان وبلل چې دده په خبره ترهگر بريدونه يې ترسه کول . ده د ېولړ نيول شويو اسنادو پر بنسټ دغه کسان د القاعدې او طالبانو په ډلو پورې و تړل ،او ويې ويل چي . د ښار په لويد يځ کې يې د يوه ښونځي سره نژدې بمونه ځاى پر ځاى کول. دکابل امنيتي چارواکي وايي په دغه ښارکې ېي دلومړي ځل لپاره دترهگرو داسې ډله ونيوله چې عملا د بمونو په ايښولو لگيا وه . دکابل جنايي جرمونو سره د مبارزې مشر جنرال عليشا پکتيا وال د ٤ نيول شويو کسانو سره د پر مختللو بمونو او نورو چاودېونکو توکو د نيولو خبر هم ورکړ چې د اواز په واسطه په خپله چوي. جنرال پکتيا وال وويل له دغو بمونو نه په عراق کې وسله وال کار اخلي . چې دده په وينا ډېرې ويجاړونکي دي . ده نيول شوي ټول افغانان وښول چې دده په خبره دوه تنه يې د کابل ښار د مسجد ملا امامان او بل تن د پوهنتو ن زدکونکى دي چې دکابل په ٥ ناحېه کې يې د يوه ښونځي خواته بم ايښوده . ښاغلي پکتېا وال وويل نېول شويوکسانو ورته ويلي چې دغه بمونه يې له بهرنه کابل ته راوړي دي .او دداسې اسنادو دنيولو يادونه يې هم وکړه چې ددوى تړاو له وسله والو طالبانو او القاعدې سره ښيي. تردې وړاندې هم دکابل دغه امنېتي چارواکي د داسې رېموټ کنټرول بمونو دنيولو يادونه کړې وه چې تر پخوانيو هغو له لېرې واټن نه بم چولى شي . خو داسې ښکاري چې د اواز په مټ دغه ډول چاودېدونکي بمونه به لومړي هغه وي چې پولېسو ته په لاس ورځي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||