|
ناټو د افغانستان په سوويل کې د عملياتو مشري په غاړه واخيستل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل کې د ناتو ايساف له لورې د دغه نوي پوځي ماموريت په ساحه کې د کندهار، هلمند ، ارزگان ،زابل ، نيمروز او دايکونډي ولايتونه شامل دي . د ماموريت لپاره سمدستي د اتوو زرو په شاوخوا کې سرتيري په پام کې نيول شويدي . دا په سيمه کې تر دا مهاله د ميشتو اتلافي ځواکونه دوه چنده شميره ده. په دې کې د ٤٠٠٠ په شميره برتانوي سرتيري تر نورو زياته ونډه لري. کاناډا سيمې ته د ٢٣٠٠ سرتيرو په استولو دوهم او هالنډ د ١٤٠٠ سرتيرو په استولو سره دريم ځاى لري . په کابل کې دناتو ايساف د ځواکونوپوځي وياندجگړن لوک کينټيگ وايي چې سرتيري به په ټوله سيمه کې فعاليت کوي خو مرکزي اډې به يې په دريو ولايتونو کې وي . (( د ناټو په چوکاټ کې مخکښو هيوادونو وار له مخه دغلته په خورا غښتلې ژمنه د خپلو سرتيرو شميره زياته کړې ده . په دې کې برتانوي ځواکونه د دنمارکي او استونيايي سرتيرو په ملتيا په هلمند کي د ماموريت د چارو مشري کوي . په کندهار کې لا له وړاندې کاناډايان پلي شوي او له هغوي سره رومانيايي سرتيري ملگرتيا کوي . په ارزگان کې مشري د هالنډيانو په غاړه ده او له هغوى سره استراليايي سرتيري ملگري دي . )) ښاغلى کينيټيگ زياتوي چې د اتلافي ځواکونو له مينځه له دوى سره يو ځاى کيدونکي امريکايي سرتيري به هم په دغه ماموريت کې فعاله ونډه ولري . (( د افغانستان په سويل او نورو سيمو کې ميشت امريکايي سرتيري به د ناتو په ماموريت کې خورا فعاله ونډه ولري . امريکا د ناتو مهم غړى هيواد دى او دلته به هم د ايساف د ماموريت د يوه مهم غړي په توگه پاتې شي . )) د اتلافي ځواکونو وياند ډگروال تام کولينس هم دا مني چې په دغه ماموريت کې به د ناتو تر قوماندې لاندې د اتلافي ځواکونو د پام وړ شمير سرتيري ورگډيږي خو پاتې سرتيري به د اوس لپاره د افغانستان ختيځ ته وليږدول شي . (( د افغانستان په ختيځ کې به د پوځي عملياتو مسوليت لا هم د اتلافي ځواکونو په غاړه وي . ددى لپاره به له سويل نه د اتلافي ځواکونو راوتونکي سرتيري د اوس لپاره ختيځ ته واستول شي . خو دا هم يادول غواړم چې په سويل کې به زموږ د سرتيرو زياته برخه د ناتو تر قوماندې لاندې راشي او د ايساف د ځواکونو په چوکاټ کې به فعاليت کوي . )) اتلافي ځواکونه د ناتو په ماموريت کې د ورگډيدو تر څنگه ، د ترهگرۍ خلاف جگړه کې د دغو ځواکونو د ماموريت په دوام هم ټينگار کوي . دگروال کولينس زياتوي چې دوى به ددې ماموريت لپاره کافي امکانات وساتي . (( موږ به د ترهگرۍ د مقابلې لپاره کافي امکانات په واک کې وساتو . البه چې دغه ماموريت به هم له ناتو سره د نږدې همکارۍ په چوکاټ کې پر مخ وړل کيږي . ددې چارې لپاره ځانگړي کيدونکي ځواکونه به داسې وي چې د القاعده د غړو او نورو ترهگرو د لټولو لپاره به د هيواد هرې نقطې ته د رسيدو وړتيا ولري . )) دا سې اوازې هم شته چې ښايي ځينې امريکايي سرتيري له هيواده ووزي . خو دگروال کولينس وايي چې دا هر څه د حالاتو په پرمختيا پورې تړلي دي . (( د اوس لپاره موږ يوازې همدومره ويلى شو چې د ځواکونو راتلونکى جوړښت به په راتلونکو څو مياشتو کې د امنيني حالاتو له څرنگوالي سره تړاوو ولري . اوس شاخوا ٢٣٠٠٠ اتلافې ځواکونه په افغانستان کې فعاليت کوي . څرکنده ده چې دا د تل لپاره دلته نشي پاتې کيدى خوپه دې کې هم شک نشته چې هر گام به د حالاتو له ارزولو سره سم پورته کيږي . )) په سويل سربيره د افغانستان ختيځ ته هم د ناتو د ماموريت په غزولو سلا شويده . د ناتو چارواکي وايي چي کيدى شي دوى د روان کال تر پايه په دغه سيمه کې پوځي ماموريت ته اوږه ورکړي . ناتو دا هم وايي چې ددې لپاره به افغانستان ته نور سرتيري راولي او په ټوليز ډول به د کال تر پايه په دې هيواد کې د خپلو سرتيرو شميره ١٨٠٠٠ ته رسوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||