|
ناټو او طالبانو ته مرگ ژوبله اوښتي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان په سويل او ختيځ کې په بېلابېلو پېښو کې يو بهرنى سرتيرى وژل شوی اودرې نورټپيان شوي . اته طالب جنگيالي هم وژل شوي. په کندهار کې د ناټو له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې سرتېروته يې دغه مرګ ژوبله د سړک دغاړې د ماين په چاودنه كې اوښتې . په خبرپاڼه كې دسرتېرو هويت تر اوسه نه دى په ډاګه شوى. خبرپاڼه ليکي چی ددوی يوسرتيری په کندهار ولايت کی وژل شوی اودوه تنه نور يی ټبيان شوي ودي. خبرپاڼه وايي سرتيروته دغه مرګ ژوبله دسرک دغاړې دماين په يوه چاودنه کې اوښتې ده . له دې وړاندي ځينوسرچينو دپيښي ځاي دكندهار ولايت ښودلي وو، خو دغه وياند دپيښي دځاى ځاى ګي په اړه نور معلومات ورنكړل . بل خوا دهلمند ولايت چارواکي وايي چې دناټو اوافغان سرتيرو دګډو عملياتو په پايله کې اته وسلوال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي . ددغه ولايت امنيه قوماندان نبي جان ملاخيل وايي طالبانو ته دغه مرګ ژوبله دسنګين په ولسوالې اوښتې ده . سنګين د هلمند يوه شمالي ولسوالي ده چې دوه ورځې وړاندي حکومت دوسلوالو طالبانو له ولکې څخه وايستل . خودوسلوالو طالبانو وياند قاری يوسف احمدی اته سره وژل شوي کسان خپل ملګری نه، بلکې ولسي وګړی بولي . نن سهار له دغې سيمې څخه ځينو کسانو چې ځانونه يی سيمه ييز اوسيدونکي راپيژندل هم داتو طالبانو دوژل کيدو خبره کوله، خو دوى شکايت لارۀ چې ناټو اوافغان سرتيري يې په خپلسري ډول کورونه پلټې چې په وينا يي دغه چاري دډيرو خلکو احساسات راپارولي دي. خودسيمه ييزو خلکو ددغه ادعا پخلی لا تراوسه کومې خپلواکي سرچينې نه دی کړى. بل خوا په ختيځ ولايت ننگرهار کې، يوه ځانوژونکي بريد کوونکي د امريکا په مشرۍ د ټلوالي پر ځواکونو بريد کړى او يو سرتېرى يې سرسري ټپي کړى. ځانمرگي بريد کوونکي خپل ځان د جلال اباد-تورخم پر لويه لاره نن (يکشنبه) ماسپښين ځان الوځولى. له بگرام څخه ټلوالې په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوى يو سرتېرى سرسري ټپي شوى، چې له درملنې وروسته بېرته خپلې دندې ته ستون شوى. خبرپاڼه وايي ټلوالي د ځواکونو يو گاډى هم په پېښه کې زيانمن شوى. عيني شاهدانو بي بي سي ته وويل چې د ټلوالې دوه گاډي په چاودنه کې زيانمن شوي. د طالبانو يوې سرچينې د بريد پړه پر غاړه اخيستې او بهرنيو ځواکونو ته يې د مرگ ژوبلې ادعا کړې ده. | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو : په هلمند کې مو پراخ عمليات پيل کړي06 مارچ, 2007 | خبرونه افغان پوځ وايي هلمند کې يې ٦٩ اورپکي وژلي دي23 مارچ, 2007 | خبرونه جنرال رحيم وردک : د ناټود غونډې نتيجې مثبتې دي 09 فبروري, 2007 | خبرونه د ننگرهار په بريد کې ١٦ وژل شوي04 مارچ, 2007 | خبرونه د ايتلاف لويدلې چورلکې ٨ کسان وژلي18 فبروري, 2007 | خبرونه کندهار کې ځانمرگي بريد يو لاروى وواژۀ27 فبروري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||