|
د ايتلاف لويدلې چورلکې ٨ کسان وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دپوځي چورلكي درالوېدو خبرسهار ( د يکشنبې ورځ د سلواغې ٢٩ د فبروري ١٨ ) وختي ځايي اوسېدونكو وركړ ، دوى وويل چې د دوو څرخونو د چورلکې له رانسكورېدو وروسته دوې نوري پوځي چورلكې دپېښي په ځاى كې كښېناستې او پوځيانو سيمه كلابنده كړه . څه دپاسه يوساعت دكابل كندهار لويه لاره دموټرو دتګ راتګ پر مخ دناټو پوځيانو بنده كړې وه ، كه څه هم چورلكه دكابل كندهار پرلويه لار سړك ته نژدې رانسكوره شوې خو ځايي خلكو وژل شوي يا ژوبل شوي پوځيان نه دي ليدلي . له بگرام څخه په خپرې شوې يوې خبر پاڼې کې د چورلکې د رالويدو دليل د ماشين خرابي ښوول شوې ده . خبر پاڼه وايي چې په دغې سي ايچ ٤٧ ډوله چورلکې کې ټول ٢٢ کسان سپارۀ و. د سپرو له ډلې ٨ وژل شوي او پاتې ١٤ کسان يې ټپيان دي . خبر پاڼې له افغانانو غوښتي دي چې د چورلکې د لويدو سيمې ته دې نه ورنژدې کيږي چې د دوى په وينا دغلته د وسله والو طالبانو له شته والي خبر شوي دي . په بله وينا کيداى شي چې دغلته کومه نښته وشي . که څه هم نړيوال ايتلاف د چورلکې د رالويدو دقيق ځاى نه ښيي خو ځايي خلک وايي چې دغه چورلکه د زابل ولايت د شاجوى په ولسوالۍ کې نسکوره شوې ده . وسله والو طالبان دا ادعا کړې ده چې گواکې د دوى د توغنديو په گوزار دغه چورلکه لويدلې ده . وسله والو طالبانو پخوا هم تل د رالويدلو چورلکو د نسکورلو دعوه کړې ده. د ځايي خلکو په وينا چورلکه له نسکوريدو وروسته دوه ځايه شوې خو اور نه دى پرې بل شوى . دوى دغه پېښه د حسن کاريز په سيمه کې بولي ،او دا هغه ځاى دى چې د طالبانو له نسکوريدو راهيسته پکې تل نښتې او تاوتريخوالى شوى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه د چورلکې په لوېدو کې ١٦ تنه وژل شوي دي27 جولاى, 2006 | خبرونه په کونړ کې امريکايي چورلکه ولويده06 مۍ, 2006 | خبرونه د هرات د چورلکې د لوېدو په پېښه کې يو شمېر پوځيان ووژل شوي16 اگست, 2005 | خبرونه د امريکا پوځ منلې چې په کنړکې يي الوتکه رالوېدلى29 جون, 2005 | خبرونه شينډند کې يوه امريکايي چورلکه لوېدلې 16 دسمبر, 2004 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||