 |  امريکايي چورلکه د شينډند په سميه کې لوېدلې | يوه امريکايي چورلکه د افغانستان په لويديځ کې لوېدلې چې دواړه پيلوټان يې پکې ټپيان شوي دي. چورلکه د هرات جنوب ته د شينډند په سميه کې لوېدلې. د متحده ايالتونو پوځ وويل دا د کوم غليم عمل نتيجه نه وه او له ځمکې نه د کومې ډزې ريپوټ نه دى ورکړل شوى. څرگنده نه ده چې د هليکوپتر د لويدو علت څه وه. دا په څه کم يوه مياشت کې د امريکاييانو دوهمه الوتکه ده چې رالويږي. دوه اوونۍ وړاندې د باميانو په سيمه کې د يوې بلې الوتکې په رالويدو کې درې امريکايي پوځيان او د الوتکې د عملې درې ملکي غړي ووژل شول |