|
د چورلکې په لوېدو کې ١٦ تنه وژل شوي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان په ختيځ کې د يوې حکومتي چورلکې په لوېدو د هغې ټولې ١٦ سپرلۍ او عمله وژل شوي دي. لوېدلې چورلکه د چهارشنبې پر سهار د خوست له ولايت نه کابل ته روانه وه چې دپکتيا د جاني خيلو ولسوالۍ په غرونو کې نسکوره شوه او اور يې واخيست. دغه سيمه د کابل د جنوب په ١٥٠ کيلو مترۍ کي پرته ده. د ايتلافي ځواکونو د وياند تام کالينس په وينا په دغه پيښه کې د چورلکې د دريو کارکوونکو په گډون ټول سپاره کسان وژل شوي د ي: (( زموږ د معلوماتو له مخې په دغه چورلکه کې د بيلابيلو هيوادونو ١٦ تنه سپاره و، چې ټول وژل شوي دي. تراوسه د ١٢ تنو مړي موندل شوي او د نورو مړو لپاره لټون روان دى. خو سيمه غرنۍ ده او ز موږ د پلټنو هڅې يې له زياتو ستونزو سره مخامخ کړي دي)). په وژل شويو کسانو کې لږ ترلږه د امريکې دوه ملکي وگړي ، د هالنډ دوه پوځي افسران او پاتى نور يې د بيلابيلو هيوادونو کارکوونکي وو. ويل کېږي چي وژل شوي دواړه هالنډي پوځيان خوست ته د بيارغولو د پروژو او د امنيتي حالاتو د څيړلو لپاره تللي وو. هالڼد په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې تر ١٥٠٠ زيات پوځيان لري، ددوى زياته برخه د ناټو تر وزر لاندې په ارزگان کې امنيتي دندې ترسره کوي او يا په شمال کې د ولايتي بيا رغاونې ډلو مشري کوي. د امريکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه وايي چې چورلکه د افغانستان په حکومت پورې اړه لري او د يوه خصوصي شرکت له خوا د مالونو د وړلو – راوړلو لپاره کرايه شوې وه. د الوتکې د غورځېدو په سيمه کې د نړيوالو او افغان چارواکو پلټنې روانې دي، خو په رسمي ډول د هغې د غورځېدو علت نه دى ښودل شوى. په همدې ترڅ کې يوه طالب وياتد – محمد حنيف خبري آژانسونو ته د هغې د ويشتلو ادعا کړې ده. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||