|
په کونړ کې امريکايي چورلکه ولويده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې نړيوال ايتلافي ځواکونه وايي چې يوه چينوک ډوله چورلکه يې د کونړ په ولايت کې لويدلې او پکې سپارۀ ١٠ کسان وژل شوي دي . د متحدو ايالاتو يوې پوځي وياندې وويل دا لا معلومه نه ده چې ولې دغه چورلکه نسکوره شوې خو دې د هوا حالت او په لوړ غرۀ د چورلکې د کښېناستو دلايل ورکړل . د طالبانو له لورې دعوه شوې ده چې دوى دغه چورلکه په (( نويو وسلو )) رانسکوره کړې چې د دوى له ادعاو سره سم يې په دې وروستيو کې ترلاسه کړي دي . د محتدو ايالاتو پوځ سملاسي د طالبانو ادعا رد کړه او ويې ويل چې دغه چورلکه د غليم په گولۍ نه ده لگيدلې يا لويدلې . رپوټونه ښيي چې دغه چورلکه د څوکۍ په ولسوالۍ کې لويدلې چې د کونړ له مرکز څخه سويل پلو ته پرته ده . تير کال په کونړ کې د متحدو ايالاتو يوه بله چورلکه د طالبانو په يوۀ بريد کې لويدلې وه چې ١٦ کسان پکې وژل شوي وو . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||