|
جنرال رحيم وردک : د ناټود غونډې نتيجې مثبتې دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردک په هسپانيې کې د ناټو غونده په افغانستان کې د ثبات او ډيموکراسۍ پر لوري يو بل مثبت گام وباله. هغه زياته کړه چې ددې غونډې مهمه پرېکړه دا وه چې له ډېرو هلو ځلو وروسته افغان حکومت په دې بريالى شو چې نړيواله ټولنه په دې قانع کړي چې افغانستان کې د ثبات لوى مسوليت بايد افغانانو ته وسپارل شي . جنرال وردک وويل بايد نړيواله ټولنه د افغان ځواکونو په پياوړي کولو کې خپلې مرستې لاپسې ډېرې کړي چې دغه ډول يو غښتلى افغان پوځ د خپلې خاورې دفاع په ښه توگه وکولاى شي. د دفاع وزير وويل ددې کنفرانس لويه نتيجه دا راووتله چې نړېوالې ټولنې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د پروسې افغاني کول يا له افغاني لارې د مسلې حل راوېستل اعلان کړ. ښاغلي وردک وويل په دې کنفرانس کې بېلا بېلو هېوادونو د افغان ملي پوځ د ښوونې او روزنې په اړه د نورو مرستو اعلان وکړ. هغه وويل په غونډه کې د ناټومشر ياپ دې هوپ شېفر ته دا دنده ورکړل شوه چې افغانستان سره د غړيو هېوادونو مرستې راټولې او همغاړې کړي. جنرال وردک وويل ددې غونډې يوه بله لاس ته راوړنه دا ده چې دناټو غړي هېوادونه په دې پوه شول چې که د افغانستان د ستونزې د حل پروسه افغاني کړل شي نو دا به خپله دوى ته له اقتصادي او پوځي پلوه گټوره پرېوزي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||