|
افغان پوځ وايي هلمند کې يې ٦٩ اورپکي وژلي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا لومړى ځل دى چې يوازې د افغان پوځ او پوليسو په مټ په هلمند ولايت کې ځينې سيمې د افغان حکومت له مخالفينو څخه بيرته نيول کيږي. چارواکي وايي که څه هم د جگړې پر مهال افغان پوځ د وسايلو له اړخه دومره سمبال نه و خو بيا يې هم په هلمند کې مخالفينو ته درنه مرگ ژوبله ور اړولې ده. د افغانستان د ملي دفاع د وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي وايي د دوى ځواکونو د لشکرگاه او گرشک د ولسواليو ترمنځ په ځينو کليو کې له مخالفينو سره په نښتې کې نژدې ٧٠ مخالفين وژلي او ٢٠ نور يې ژوندي نيولي دي. د دولت مخالفينو ته د وراوښتي مرگ ژوبلي تاييد د خپلواکو سرچينو لخوا نه دى شوى او طالبانو هم دوى ته د وراوښتي زيان کچه ډېره لږ ښودلې ده. خو ښاغلي عظيمي دا هم وويل چې په دغې جگړې کې افغان ځواکونو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده. (( د باباجي،سپين جومات،آپاشک او دانجيرڅاه سيمې چې پکې د مخالفينو مرکزونه وو، د دغو عملياتو په ترڅ کې په پشپړه توگه نيول شوي دي. د دغو عملياتو په ترڅ کې ٦٩ مخالفين وژل شوي دي. موږ په ټوليز ډول ١٩ کسه ټپيان او ٧ شهيدان درلودل او که چيرې جزيات در کړم نو ٧ وژل شوي او يولس ټپيان د پوليسو دي ، درې ټپيان د ملي امنيت کارکونکي دي او پنځه نور د ملي پوځ سرتيري دي. د يادولو وړ گڼم چې په دغو عملياتو کې نړيوالو ځواکونو هيڅ ونډه نه درلوده.)) ښاغلي عظيمي زياته کړه دا لومړى ځل دى چې افغان پوځ په خپل مټ په هلمند ولايت کې ځينې سيمې له مخالفينو څخه پاکوي. يوه افغان لوړ پوړى چاروکي چې د نوم له اخيستو يې ډ ډه کوله بي بي سي ته وويل که څه هم د جگړې پر مهال د ناټو له ځواکونو د هوايي مرستې غوښتنه وشوه خو نړيوالو ځواکونو له دوى سره څه مرسته نه ده کړې. د افغانستان د دفاع وزارت وايي د تيرکال په پرتله سږ کال طالبان کمزوري شوي او پر هغوى مواصلاتي او لوژستيکي لارې تړل شوي دي. افغان چارواکي وايي پرمخالفينو نه يوازې په کور دننه بلکې د هغوى پر اصلي سرچينو له هيواده بهر هم د نړيوالې ټولنې له لوري فشار راوستل شوى دى. د افغانستان د دفاع وزارت پر داسې مهال د مخالفينو د کمزورتيا خبرې کوي چې د هلمند ولايت ځينې ولسوالۍ اوس هم د طالبانو تر ولکې لاندې دي. | ورسره تړلي نور خبرونه ناټو : په هلمند کې مو پراخ عمليات پيل کړي06 مارچ, 2007 | خبرونه د هلمند په درو ولسواليو کې نښتې شوي02 مارچ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||