|
د هلمند په درو ولسواليو کې نښتې شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د هلمند ولايت له درو ولسواليو څخه د سختو نښتو رپوټونه راغلي دي . د گريشک او سنگين په ولسواليو کې له تيرې شپې څخه د ناټو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي . بل پلو د لشکرگاه په خولۀ کې د نادعلي له ولسوالۍ هم په لومړي ځل د ناټو پر يوۀ کاروان د بريد خبر راغلى دى . د هلمند په شمال کې د گريشگ او سنگين ولسوالۍ له ډيره وخته د نښتو شاهدې وې . په دې وروستيو کې ناټو ويلي و چې د هلمند په شمال کې وسله وال طالبان سره ټول شوي او مرکزونه يې جوړ کړي دي . خو ناد علي چې له مرکز لشکر گاه څخه ايله ١٥ کيلومتره ليرې پرته او تر ډيره ځايه د دغه ولايت تر ټولو خوندي سيمه بلل کيده اوس د نښتو پر يوې نوې سيمې بدله شوې ده . دغلته په دې وروستيو کې د کوکنارو د اړولو هڅې پيل شوي چې ځايي خلک يې غصه کړي دي . د هلمند د امنيې د قومندانۍ سرپرست جنرال محمد عيسى بي بي سي ته وويل چې په نادعلي کې د ناټو د ځواکونو پر گزمې وسله والو طالبانو بريد کړى او يو زغره وال گاډى يې ويجاړ کړى دى . دۀ د مرگ ژوبلې څه ونه ويل . خو سخته جگړه په گريشک او سنگين ولسواليو کې شوې چې د ځايي اوسيدونکو په وينا پکې له تيرې شپې څخه د ناټو او وسله والو طالبانو ترمنځ اخ و ډب روان دى . که څه هم د مرگ ژوبلې دقيقه شميره په اسانه نه معلوميږي خو د سنگين ولسوالۍ ځايي خلک ادعا کوي چې په دغو نښتو کې درې ماشومان وژل شوي او اته عام وگړي پکې ټپيان شوي دي . په گريشک کې بيا وسله وال طالبان وايي چې ناټو د دوى پر مرکزونو بريد کړى دى . دغلته هم د مرگ ژوبلې شميره نه ترلاسه کيږي . ناټو پر دغو عملياتو لا تر اوسه څه نه دي ويلي . | ورسره تړلي نور خبرونه په هلمند کې ناټو پر وسله والو طالبانو بريد کړى15 فبروري, 2007 | خبرونه د هلمند په بمبارۍ کې ١٥ کسان وژل شوي14 فبروري, 2007 | خبرونه ناټو: په موسى کلا کې مو طالب قومندان وژلى04 فبروري, 2007 | خبرونه هلمند کې مهم طالب قومندان وژل شوى دى26 جنوري, 2007 | خبرونه په هلمند کې د نا امنۍ پر ضد د قومي مشرانو غونډه10 جنوري, 2007 | خبرونه د هلمند د والي د دفتر مخې ته چاودنه وشوه12 دسمبر, 2006 | خبرونه ناټو: د موسى کلا د سولې پايښت د حکومت کار دى06 دسمبر, 2006 | خبرونه د هلمند په موسى کلا کې بيا نښته شوې ده03 دسمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||