|
د هلمند د والي د دفتر مخې ته چاودنه وشوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په جنوب کې چارواکي وايي ، ځان وژونکي د هلمند ولايت مرکز لښکرگاه کې د والي انجينير محمد داود د دفتر مخې ته ځان په بم کې والوزوى. د لښکرگاه د ښار د امنيې قومندان په چاودنه کې د٦ کسانو د وژل کيدو پخلى وکړ چې دوه کسان يي ملکي وگړى او ٤ نور يې امنيتي ساتونکي وه. په دې چاودنه کې ٨ امنيتي ساتونکي تپيان شوې دي. طالبانو د بريد پړه منلې ده او ويلي دي چې ځان وژونکى د هلمند ولايت يو اوسيدونکى وو چې په بريد کې يې هدف والې وو. په دې وروستيو کې د هلمند ولايت والي ته ويل شوى وو چې له خپلې دندې نه به ليري شي خو نوموړى تر اوسه خپلې دندي ته دوام ورکړى دى . په هلمند کې دا چاودنه په داسي مهال کې شوې ده چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د يو نا اعلان شوې سفر په لړ کې کندهار ته رسيدلى دى او هلته يې د امنيت په اړه غونډه کې برخه اخيستې ده.
په دغه غونډه کې په کابل کې د امريکا سفير، د اروپايي ټولنې استازي، وزيرانو او د ځينو ولايتونو واليانو برخه درلوده. دا لومړى ځل دى چې ددې ډلې غونډه له کابل څخه دباندي په يوه بل ولايت کې تر سره کيږي. له بلې خوا په افغانستان کې د امريکا په مشرې ځواکونه وايي د خوست په ولايت کې يې پر يوه کور د بريد په نتيجه کې يوه ځوانه نجلې او ٤ نور مشکوکه اورپکې وژلې دي. پوځ ويلي دي چې د افغان او نړيوالو ځواکونو په گډو عملياتو کې د ٨ کالو يوه نجلې هم تپي شوې ده. پوځ ويلي دي چې جگړه هله پيل شوه چې مشکوکو اورپکو دوى ته د ځان له ورسپارولو نه ډډه وکړه او ددوى پر سر تيرو يې ډزې پيل کړې. په خبر پاڼه کې ويل شوي چې جنگياليان د افغان حکومت غليمان وه چې د خلگو په ميشت ځايونو کې يې عمليات کول. په عمالياتو کې افغان او نړيوالو سر تيرو ته کومه مرگ ژوبله نه ده اوښتې. | ورسره تړلي نور خبرونه افغان ولسمشر د ملکي افغانانو پر مرگ ژوبله انديښنه وښوده 12 دسمبر, 2006 | خبرونه کندهار کې ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي 11 دسمبر, 2006 | خبرونه دکندهار ننني ځانمرگي بريد بيا مرگ ژوبله لرلې06 دسمبر, 2006 | خبرونه د کندهاربمي چاودنو خلک اندېښمن کړي05 دسمبر, 2006 | خبرونه ناټو : په موسى کلا کې تړون نه دى مات شوى04 دسمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||