|
په هلمند کې ناټو پر وسله والو طالبانو بريد کړى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د هلمند د کجکي په ولسوالۍ کې د ناټو د ځواکونو له خوا پر وسله والو طالبانو باندې له ناوخته تير ماخوستن څخه بريد شوى دى . ځايي خلک وايي دغه نښته خورا سخته ده خو د مرگ ژوبلې په باب يې دقيق معلومات نشته . وسله وال طالبان ادعا کوي چې ناټو له خپلو سنگرونو نه دې په شا کړي خو د دغې خبرې پخلى بلې سرچينې نه دى کړى . ناټو تر اوسه پر دغو عملياتو څه نه دي ويلي . د چارشنبې په ورځ کجکي ته نژدې د موسى کلا په ولسوالۍ کې د ناټو په يوۀ هوايي بريد کې د ملا منان په نامۀ د وسله والو طالبانو هغه قومندان وژل شوى و چې ناټو د کجکي په ولسوالۍ کې پر بريدونو تورناوۀ . د ملا منان وژل د ناټو د هغو هڅو يوه بله برخه وه چې ويل يې له دې وروسته د وسله والو طالبانو قومندانان په نخښه کوي . د کجکي په ولسوالۍ کې نننى ( پنجشنبې د سلواغې ٢٦ د فبروري ١٥ ) بريد ظاهرآ په دې هيله روان دى چې وسله وال طالبان دغلته مرکز او پناه ځاى ونه مومي . تيره اوونۍ د هلمند والي اسد الله وفا بي بي سي ته وويل چې شاوخوا ٧٠٠ کسان له پاکستان څخه هلمند ولايت ته اوښتي چې د دۀ په وينا پکې عرب ، چيچن او پاکستاني القاعده غړي دي . د پوځي چارو شنونکي وايي له کله چې برتانوي سرتيري هلمند ته راغلي تر ډيره يې تگلاره همدا ده چې پر وسله والو طالبانو باندې د پناه ځاى ودروي . په پيل کې دوى د موسى کلا په څير ځينو ولسواليو کې د دولتي ودانيو د ساتنې او په وړو ښارگوټو کې د کابل د واکمنۍ د غځولو هڅه کوله . دغه ډول هڅې يې په دې بريالۍ نه وې چې پرله پسې پرې غلچکي بريدونه کيدل . د ځينو په وينا همدا دليل و چې ناټو تير کال د موسى کلا له ولسوالۍ څخه تر هغه وروسته ووتل چې د ځايي حکومت په خوښه سپين ږيرو ته واک وسپارل شو . | ورسره تړلي نور خبرونه د هلمند په بمبارۍ کې ١٥ کسان وژل شوي14 فبروري, 2007 | خبرونه ناټو: په موسى کلا کې مو طالب قومندان وژلى04 فبروري, 2007 | خبرونه طالبانو د موسى کلا پر نيولو د سولې تړون مات کړ02 فبروري, 2007 | خبرونه په هلمند کې د نا امنۍ پر ضد د قومي مشرانو غونډه10 جنوري, 2007 | خبرونه ناټو : په موسى کلا کې تړون نه دى مات شوى04 دسمبر, 2006 | خبرونه ناټو: که خلک ډاډ راکړي له نورو سيموهم وتلى شو18 اکتوبر, 2006 | خبرونه برتانوي عسکر له موسى کلا نه ووتل17 اکتوبر, 2006 | خبرونه د هلمند ځانوژنکي د حاجيانو په گډون ١٨ووژل26 سپتمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||