BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:24 گرينويچ 2007 ,10 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هلمند کې د نا امنۍ پر ضد د قومي مشرانو غونډه
هملند
دا لومړى ځل دى چې د افغانستان په جنوبي سيمو کې د ناکراريو د مخنيوي لپاره دا ډول يوه غونډه جوړيږي
د هلمند ولايت سلگونه قومي مشران د سيمه ييز امنيت په اړه د خبرو لپاره په ولايتي مرکز لشکرگاه کې سره جرگه شوي.

د هلمند والي اسدالله وفا چې دا غونډه يې وربللې له قومي مشرانو وغوښتل چې دولت ته د ولسي ملاتړ د ورماتولو لپاره هلې ځلې وکړي.

ښاغلي وفا ټينگار وکړ چې دا کار به د هلمند ولايت په هغو سيمو کې چې له پاکستان سره پر پوله پرتې دي د اورپکو د تگ راتگ له مخنيوي سره مرسته وکړي.

د هلمند ولايت په ورستيو کلونو کې د طالبانو او دولتي او نړيوالو ځواکونو تر منځ د پرله پسې نښتو ډگر پاتې شوى دى.

هلمند په افغانستان کې د اپيمو تر ټولو لوى توليدونکى ولايت هم گڼل کېږي.

د افغانستان په کليوالي سيمو کې قومي مشران له ډېر اغيزه برخمن دي. ښايي له همدې امله د هلمند والي هڅه کړې وي چې د دوى له لارې خلک له دولت سره مرستې او همکارۍ ته ورمات کړي.

دا لومړى ځل دى چې د افغانستان په جنوبي سيمو کې د ناکراريو د مخنيوي لپاره دا ډول يوه غونډه جوړيږي.

اټکل دى چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سيمو کې د نا امنيو د مخنيوي په نيت د ډېورند د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو خلکو د استازو تر منځ په نژدې راتلونکې د امن يوه جرگه جوړه شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت