BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:57 گرينويچ 2007 ,04 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو: په موسى کلا کې مو طالب قومندان وژلى

ناټو
ناټو وايي دغه وروستى بريد يې د هوا له لارې په دقيقو وسلو ترسره کړى دى
په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي نن ( يکشنبې د سلواغې ١٥ د فبروري ٤ ) يې د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يو مهم قومندان په هوايي بريد کې په نخښه کړى دى .

دا له هغه راهيسته چې وسله والو طالبانو د موسى کلا پر ولسوالۍ يرغل کړى لومړنى گوزار دى چې د ناټو له خوا پرې کيږي .

ناټو د وژل شوي طالب قومندان نوم نه اخلي خو وايي چې دغه کس د وسله والومخالفينو يو مهم غړى و .

په کابل کې د ناټو د ځواکونو له خوا په يوې خپرې شوې خبر پاڼې کې راغلي چې دوى د موسى کلا په ولسوالۍ کې د دقيقو هوايي بمباريو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دغه مهم قومندان وژلى دى .

دوى دغه کس پر موسى کلا ولسوالۍ باندې د وسله والو طالبانو په يرغل کې مخامخ ښکېل بولي .

دغه راز د دۀ وژنه د دوى په وينا د موسى کلا د خلکو د خوندي کيدو په وړاندې گام گڼي .

د ناټو خبر پاڼه دا نه وايي چې دغه هوايي بريد يې د هغۀ ځوابي عمل پيلامه ده که نه چې د موسى کلا د بيا نيولو لپاره يې لا پخوا ژمنه شوې وه .

دوى ټينگار کوي چې د دغه بريد پر وخت ملکي کسانو ته تاوان نه دى اوښتى او د افغان حکومت په همغږۍ ترسره شوى دى .

د ځايي خلکو په وينا په موسى کلا کې د وسله والو طالبانو مهم قومندان د ملا غفور په نامۀ ياديږي چې څه موده وړاندې يې د وژلو ادعا شوې وه خو وروسته طالبانو دغه نظر رد کړ .

اوس هم وسله وال طالبان ټينگار لري چې دغه قومندان يې ژوندى پاتې دى . په تيرو نژدې شپږو اوونيو کې دا شپږم طالب قومندان دى چې د ناټو له خوا يې د وژل کيدو خبر ورکول کيږي ، دوى ټول د هلمند په ولايت کې په نخښه شوي دي .

په دغو کسانو کې د وسله والو طالبانو تر ټولو مهم قومندان ملا اختر محمد عثماني هم شامل دى .

د تير ميلادي کال په پاى کې ناټو ويلي و چې دوى له دې وروسته د وسله والو طالبانو قومندانان په نخښه کوي او دا به يې نوې پوځي تگلاره وي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت