BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:06 گرينويچ 2007 ,14 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د هلمند په بمبارۍ کې ١٥ کسان وژل شوي
هلمند
د موسى کلا ولسوالي لا تر اوسه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده
په افغانستان کې د ناټو پوځي چارواکي وايي د چارشنبې ( د سلواغې ٢٥ د فبروري ١٤) په ورځ يې د موسى کلا په ولسوالۍ کې بمباري کړې چې د دوى په وينا پکې د وسله والو طالبانو يو مشهور قومندان وژل شوى دى .

د ايساف له خوا په خپرې شوې يوې خبر پاڼې کې راغلي چې بمباري پر يوې ودانۍ شوې چې د وسله والو طالبانو هغه کس پکې وژل شوى چې د کجکي پر بند يې توغندي توغول او د موسى کلا په بيا نيولو کې يې هم ونډه لرله .دوى د دغه کس نوم نه دى اخيستى .

د موسى کلا له ښارگوټي ختيځ پلو د کښته جلجي په نامۀ د کلي اوسيدونکو بي بي سي ته وويل چې بمباري د سهار په شاوخوا درې بجې او ٣٠ دقيقو وشوه .

د دوى په وينا په دغو بمباريو کې ټول ١٥ کسان وژل شوي چې ٨ يې وسله وال طالبان دي .

ځايي خلک وايي چې د هلمند د شمالي سيمو لپاره د طالبانو قومندان په وژل شويو کسانو کې شامل دى .

دغه کلى د کجکي د ولسوالۍ پولو ته نژدې پروت دى . د کليوالو په وينا د وسله والو طالبانو يو گاډى د شپې مهالې د دوى کلي ته ورغى او د هغو له ورتگ سره جوخت پرې بمباري وشوه .

سملاسي په هلمند کې چارواکي نه موندل کيدل چې پر دغې پېښې څه ووايي . په کابل کې د ايساف ويندويان يوازې همدومره وايي چې د دوى لومړني معلومات د دقيقو بمباريو خبر ورکوي .

دوى عمومآ دقيقې بمبارۍ هغو ته وايي چې له وسله والو طالبانو څخه ډک کور يا گاډى په نخښه شوى وي .

په تيرو پنځو کلونو کې څو ځلي د هوايي بمباريو پر وخت ملکي خلکو ته تاوان وراوښتى دى .

ځايي خلک له وسله والو طالبانو دا شکايت لري چې د ملکي کسانو استوگنځايونو ته ورځي او د خپلې وسلې په مټ يې څوک نه شي ايستلى .

خو دوى له نړيوالو ځواکونو هم گيله من دي چې د بمباريو پر ځاى نورې لارې چارې ولې نه خپلوي .

ځينې افغان چارواکي هم له هوايي بمباريو سره جوړ نه دي خو په دې وروستيو کې د ملا اختر محمد عثماني په څير د وسله والو طالبانو د يوۀ مهم قومندان وژنې د بمباريو په مټ شوي دي او داسې ښکاري چې دغه ډول نخښې ښايي ناټو په بل ډول ونه مومي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت