BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:20 گرينويچ 2007 ,16 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کندز ځانمرگي بريد لويه مرگ ژوبله اړولې

کندز
د کندز ولايت په پرتليزه توگه ارام بلل کيدۀ او دا په څو کلونو کې يوازې دويم ځانمرگى بريد دى چې دغلته پېښيږي
په افغانستان کې په دريمه پرله پسې ورځ د يوۀ ځانمرگي بريد له امله لويه مرگ ژوبله پېښه شوې ده .

د خوست او کندهار تر ځانمرگو بريدونو وروسته نن ( دوشنبې د وري ٢٧ د اپريل ١٦ ) په شمالي ولايت کندز کې يوۀ ځانمرگي د پوليسو د يوۀ روزنځاى مخته ځان وچووۀ چې د لومړنيو معلوماتو ترمخه پکې لږ تر لږه ٩ کسان وژل شوي دي .

د ځينو سرچينو په وينا په دغه پېښه کې شاوخوا ٢٦ کسان ټپيان شوي هم دي چې د څلورو وضعه يې ښه نه بلل کيږي .

د کندز ولايت په پرتليزه توگه ارام بلل کيدۀ . په افغانستان کې د ځانمرگو بريدونو له پيل راهيسته په دغه ولايت کې دا يوازې دويم دغه ډول بريد دى .

د ٢٠٠٧ کال له پيل څخه راهيسته په ټول افغانستان کې دځانمرگو بريدونو شميره تر ٣٠ اوړي .

رپوټونه ښيي چې په دغه ډول بريدونو او نورو چاودونو کې يوازې په تيرو درې نيمو مياشتو کې شاوخوا ٤٠٠ افغانان وژل شوي دي چې ډيره برخه يې د ملکي کسانو ده .

د کندز دغه ځانمرگى بريد په داسې ورځ شوى چې د بشري حقونو د څار نيويارک ميشتې ټولنې له خوا نن په يوۀ خپريدونکي رپوټ کې د ملکي کسانو د وژنې د مخنيوي لپاره غږ شوى دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت