BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:45 گرينويچ 2007 ,08 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبان: اجمل نقشبندي مو وواژه

افغان خبريال اجمل نقشبندي
اجمل نژدې يوه مياشت مخکې طالبانو په هلمند کې يرغمل نيولى و
طالبانو نيول شوى افغان خبريال اجمل نقشبندي وژلى.

د طالبانو د قوماندان ملا داد الله يوه وياند، شهاب الدين اتل، بي بي سي ته ويلي چې اجمل نقشبندي يې په سيمه ييز وخت ٣ بجې وروسته له هغه وواژه چې حکومت گواکې د دوى غوښتنو ته غاړه کېنښوده.

ده وويل د ښاغلي نقشبندي سر يې د هلمند ولايت په هزار جفت ولسوالۍ کې پرېکړى.

طالبانو وړاندې له حکومت څخه له زندانه د څو طالبانو د خوشې کولو په بدل کې د ښاغلي نقشبندي د پرېښودو خبره کړې وه.

خو طالبانو نقشبندي دوه ورځې مخکې له هغې نېټې وواژه چې د غوښتنو د نه پوره کېدو په حال کې يې د هغه د وژلو لپاره ټاکلې وه.

ملگرو ملتونو او افغان حکومت دغه وژنه په کلکه غندلې.

افغانستان ته د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ټام کونيگز په خپل غبرگون کې د افغان خبريال وژنه يو بې رحمانه کار بللى.

د اطلاعات او کلتور وزير کريم خرم د طالبان په دې وغندل چې هغه کسان وژني چې د هيواد د ابادۍ لپاره کار کوي. هغه وويل ښاغلى نقشبندي هم له ايټالوي خبريال سره يوځاى د راخوشې کېدو په معامله کې شامل و، خو طالبانو هغه 'د فشار د وسيلې په توگه' له ځان سره وساته.

ښاغلى نقشبندي نژدې يوه مياشت مخکې طالبانو يرغمل نيولى و. دى لومړى له يوۀ ايټالوي خبريال ډانيل ماستروجياکومو سره يو ځاى په هلمند کې ونيول شو، خو ايټالوى دوه اوونۍ وروسته له بند څخه د پنځه جگپوړو طالبانو د پرېښودو په بدل کې خوشې شوى و.

د اجمل د خوشې کولو لپاره ملگرو ملتونو، افغان او ايټالوي خبريالانو او د هغه کورنۍ په وار-وار غوښته کړې وه.

د دوى موټر چلوونکى سىد اغا طالبانو په هماغه لومړيو ورځو کې وژلى و.

طالبانو له پيله پر دريو سره، اجمل نقشبندي، ايټالوي سړي او د دوى پر موټر چلوونکي، بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسۍ تور لگولى وو.

ويل کېږي ښاغلى نقشبندي، چې د واده يې شپږ مياشتې کېدې، هم د هغه جوړجاړي برخه و چې له طالبانو سره شوى و، خو يوازې ايټالوى خبريال پرې راخوشې شو.

 د ايټالوي خبريال په بدل کې د افغانستان په زندان کې د تر ټولو مهمو طالب مشرانو د ازادولو له بريالۍ معاملې سمدستې وروسته طالبانو د اجمل نقشبندي برخليک د خپلو نورو کسانو له پرېښودو سره وتاړه.

دغه جوړجاړي چې، د طالبانو د پخواني وياند لطف الله حکيمي په گډون د پنځو لوړپوړو طالبانو او د ايټالوي په ازادېدو تمام شو، په افغانستان او ايټاليا کې يو شمېر لانجې راوپارولې.

د ايټالوي خبريال په بدل کې د افغانستان په زندان کې د تر ټولو مهمو طالب مشرانو د ازادولو له بريالۍ معاملې سمدستې وروسته طالبانو د اجمل نقشبندي برخليک د خپلو نورو کسانو له پرېښودو سره وتاړه.

د طالبانو د جگړې د ميدان د سر قومندان ملا داد الله غوښتنو ته حکومت هو ځواب و نه وايه.

په افغانستان کې د ايټالوي خبريال په گټه معاملې او له طالبانو سره د ښاغلي نقشبندي پاتې کېدلو پر حکومت پراخې نيوکې او آن لاريونونه راوپارول.

دغو نيوکو د افغان کابينې له غړو وروسته، د تېرې جمعې په ورځ ولسمشر کرزى هم دې ته اړ کړ چې د معاملې لامله خپل مجبوريتونه په ډاگه کړي.

هغه وويل د ايټاليې لومړي وزير څو-څو ځلې له ده نه د ايټالوي خبريال په خوشي کولو کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

ده زياته کړه چې که ايټالوي خبريال نه واى خوشې شواى، د ايټاليا حکومت چې له مخکې په کړکېچ کې راښکېل و ړنگېداى شواى او په افغانستان کې يې د ١٨٠٠ سرتېرو برخليک له پوښتنې سره مخامخ و.

ولسمشر کرزي او په کابل کې د ايټاليې سفير ويلي چې له ايټالوي خبريال سربېره، اجمل هم د معاملې برخه و.

ورسره تړلي نور خبرونه
'اجمل نقشبندي دې خوشى شي'
25 مارچ, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت