BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:26 گرينويچ 2007 ,26 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م.م د افغان خبريال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

نيول شوى افغان خبريال اجمل نقشبندي
م.م وايي اجمل ازاد خبريال دى او له دولت ىا کورنيواو بهرنيو ځواکونو سره هېڅ تړاو نه لري
په کابل کې د ملگرو ملتونو دفتر (يوناما) د طالبانو له لورې د افغان خبريال اجمل نقشبندي د يرغمل د دوام په اړه انديښنه وښوده او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه يې وکړه.

يوناما له طالبانو وغوښتل چې دغه ازاد خبريال سمدلاسه خوشي کړي . دغه خبريال شاوخوا درې اوونۍ وړاندې له ايټالوي خبريال ډانيل او دهغه له چلوونکي سره يوځاى د نا ارامه ولايت هلمند دنادعلي په ولسوالى کې وتښتول شو.

په کابل کې د يوناما يوۀ وياند صديق عليم يوې خبري ناستې ته وويل چې په دغه هېواد کې دې د خبريالانو کار ته له هرډول لاسوهنې او ځورونې پرته درناوى وشي .

ويل کيږي چې دافغانستان په بيلا بيلو سمېو کې خبريالان له يو لړ ننگونو او گواښونو سره مخامخ دي .

ښاغلي عليم ټينگار وکړ چې د طالبانو په بند کې پروت اجمل ازاد خبريال دى او له دولت ، کورنيواو بهرنيو ځواکونو سره هېڅ تړاو نه لري .

ده ژمنه وکړه چې ملگري ملتونه به دافغان دولت او د اجمل د کورنۍ په خواکې دهغه د خوشي کېدو لپاره هڅې او له نژدې ددغې پېښې څارنه وکړي .

تردې وړاندې يو شمېر افغان چارواکو ددغه خبريال دراخوشي کيدو دهڅو يادونه کړې وه .

دافغانستان په گوټ-گوټ کې خبريالانو د غونډو په کولو سره د اجمل له تښتوونکو دهغه د راخوشي کيدو غوښتنې کړې ، خو تر دې گړۍ طالبانو په روښانه توگه نه دي ويلي چې دغه افغان خبريال ونه خوشي کوي او يا ېې په وړاندې څه غوښتنه لري .

ښاغلى نقشبندي تېر کال د کب په ١٤ له ايټالوي خبريال ډانيل سره يوځاى ونيول شو چې ايټالوى بيا وروسته له بند څخه د پنځو طالب مشرانو د خوشې کولو په بدل کې ازاد شو.

ورسره تړلي نور خبرونه
'اجمل نقشبندي دې خوشى شي'
25 مارچ, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت