|
طالبانو خبريالان يو وار بيا وگواښل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ورځپاڼه ليکونکو ته د افغانستان په سويلي ولايتونو کې د وسله والو طالبانو له خوا وروستى گواښ د دوى د پوځي قومندانانو له خوا د تيلي فونونو په مټ شوى دى . دغه قومندانان د طالبانو مشهور خلک نه دي خو په ځايي کچه د دوى د وسله والو کسانو مشري په غاړه لري . د دوى گيله په ځانگړې توگه له نړيوالو راډيوگانو څخه ده . دغه وسله وال طالبان تور لگوي چې گواکې نړيوالې راډيوگانې د جگړو ، چاودنو او ځانمرگو بريدونو په څير پېښو کې د دوى دريځ نه خپروي . دغه راز ادعا کوي چې د طالبانو له لورې د دوى په وينا د جگړو په ترڅ کې برياليتوب راډيوگانې نه يادوي . د وسله والو طالبانو له لورې دا دويم ځل دى چې ورځپاڼه ليکونکو ته دغه ډول گواښنه کيږي . تير کال هم وسله والو طالبانو خبريالانو ته گواښ کړى و چې د بشري حقونو نړيوالو ادارو پرې سخته نيوکه وکړه او دا عمل يې د بيان له ازادۍ سره په تضاد کې وبالۀ . د افغانستان سويلي ولايتونه د طالبانو له واکمنۍ راهيسته تر ټولو نا امن دي . دغلته خبريالان د خبر په ټولولو او موندلو کې له خورا ډيرو ستونزو سره مخامخ وي . د وسله والو طالبانو ويندويان يوازې هغه مهال له خبريالانو سره تماس نيسي چې د ځان په گټه خبر خپرول غواړي دغه راز ځايي چارواکي هم له داسې ځايونو ورځپاڼه ليکونکي راگرځوي چې د دوى زړۀ يې نه غواړي . د وسله والو طالبانو له خوا دغه وروستي گواښونه هم له نامعلومو ځايونو په داسې تيلې فونونو شوي چې شميرې يې پټې دي . | ورسره تړلي نور خبرونه وسله وال طالبان رښتيا سره وېشل شوي ؟17 جنوري, 2007 | خبرونه ايساف: طالبان خپل وروستى زور کاروي 29 جون, 2006 | خبرونه انځوريز رپوټ : له طالبانو وروسته کابل دويمه برخه25 جون, 2006 | خبرونه انځوريز رپوټ : له طالبانو وروسته کابل لومړۍ برخه25 جون, 2006 | خبرونه طالب ياغيانوپنځه تنه تښتولي او وژلي دي03 سپتمبر, 2005 | خبرونه طالبانو په هلمند کې درى ملکي وگړې وژلي12 اگست, 2005 | خبرونه طالبانو په زابل کې يوه ښځه وژلې10 اگست, 2005 | خبرونه طالبان مات شوي خولا هم د امنيت لپاره گواښ پيښولي شي 05 مارچ, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||