BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:28 گرينويچ 2005 ,03 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالب ياغيانوپنځه تنه تښتولي او وژلي دي
News image
دسپتمبرد ١٨ مې د پارلماني ټاکنولپاره پرکانديدانوبريدونه زيات شوى دى
د طالب اورپکو يوۀ وياند دعوه کړې ده چې د کندهار په ولايت کې يې پنځه تښتولي کسان اوس وژلي دي .

عبدالطيف حکيمي چې ځان د طالبانو وياند بولي وويل چې په دغو پنځو کسانو کې يو تن هم د کندهار له ولايت څخه د سپتمبر د ١٨ نېټې په پارلماني ټاکنو کې کانديد و .

د کندهار د ولايتي جرگې کانديد خان محمد نومول شوى دى .

په پاتې څلورو کسانو کې د کندهار د غورک ولسوالۍ ولسوال او درې تنه پوليس شامل دي .

د دغو وژنو خپلواک پخلى لا تر اوسه نه دى شوى خو ځايي چارواکي وايي چې د دغو کسانو له تښتونې خبر دي خو د وژنې په باب يې هيڅ نه شوي ويلى .

له بل پلوه افغان چارواکو ويلي چې دوى ته اوس څرگنده شوې ده چې پرون موندل شوي دوه تنه مړي د هغو جاپانيانو دي چې څه موده پخوا د افغانستان په سويل کې ورک شوي وو .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت