BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:14 گرينويچ 2006 ,25 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
انځوريز رپوټ : له طالبانو وروسته کابل دويمه برخه
بي بي سي پښتو وېبپاڼې د کابل د څو هغو ودانيو عکسونه وړاندې کوي چې د طالبانو د رژيم له نسکوريدو وروسته جوړ شوي دي . دغه عکسونه د کابل د ښار د ځينو محدودو استازيتوب کوي دا د ښار ټولې ودانۍ نه دي .

د طالبانو له نسکوريدو راهيسته په افغانستان کې د چارواکو په وينا تر ٣ ميليارده ډالرو ډيره پانگونه شوې ده .

په افغانستان کې د پانگونې د ملاتړ يا ايسا اداره وايي تر ټولو ډيره پانگونه د ودانۍ جوړولو په برخې کې شوې ده .

د عکسونو دويمه برخه

ډيرې دغه ډول لويې ودانۍ نژدې هره شپه د گڼ شمير خلکو د مېلمستيا ځاى وي ، ودونه او نور محفلونه همدغسې ځاى کې ترسره کيږي

د کابل په نويو شيشيي ماڼيو کې زرغون او شين رنگ ډير ليده کيږي

ځينو ودانيو ورسره نژدې وړوکى پارک هم جوړ کړى وي چې د تفريح لپاره ښايي ښه ځاى وي

په ځينو څلور لارو کې گڼې ودانۍ له يوې بلې سره نښتې خو په بيلا بيلو ونو جوړ شوي دي

د کابل غرونه له نژدې هرې څلور لارې ښکا ري ، د دنگو ودانيو له کړکيو د غرونو ننداره لا خوندوره وي

پر ځينو سړکونو او ودانيو لا هم کار روان دى نيمگړى تصوير يې هم دا تصور ورکوي چې په لنډ وخت کې به يې ښکلا د پام وړ وي

د کابل يوۀ استوگن ويل دغه ډول ودانۍ د دۀ په ښار کې ايله څلور کاله وړاندې چا په خوب نه شواى ليدلى

د ډيرو ودانيو طرحه د متحدو عربو اماراتو له دوبۍ څخه راغلې وي ، جوړونکي يې عمومآ د ډيورنډ له کرښې را اوښتي خټگر وي

د کابل د شيشو په ودانيو کې يوه نيمه له شنه زرغونه شيشه نه کاروي

کابل گڼو واټونو ته نومونه هم په دې وروستيو کې ورکړل شول که نه ځينې سيمې ښايي په خپلو نويو او ښکليو ودانيو مشهورې شوې واى .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت