|
انځوريز رپوټ : له طالبانو وروسته کابل لومړۍ برخه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د طالبانو له نسکوريدو راهيسته په افغانستان کې د چارواکو په وينا تر ٣ ميليارده ډالرو ډيره پانگونه شوې ده . په افغانستان کې د پانگونې د ملاتړ يا ايسا اداره وايي تر ټولو ډيره پانگونه د ودانۍ جوړولو په برخې کې شوې ده . بي بي سي پښتو وېبپاڼې د کابل د څو هغو ودانيو عکسونه وړاندې کوي چې د طالبانو د رژيم له نسکوريدو وروسته جوړ شوي دي . دغه انځوريز رپوټ په دوو برخو کې وړاندې کوو.
د ښار په زړۀ کې له دغو دوو ودانيو څخه له يوۀ د هوټل او له بلې د سوداگريز مرکز کار اخيستل کيږي
دا لس پوړيزه ودانۍ هم دوې برخې لري يوه يې څلور ستوري هوټل ته بېله شوې او بله يې د خورا لوکسو هټيو او سوداگريزو دفترونو لپاره بېله شوې ده
د دغې ودانۍ لاندي څو پوړه د هټيو لپاره بيل شوي په نورو کې يې د دفترونو لپاره ځاى شته
د کابل نوې ودانۍ د طرحې او جوړښت له پلوه تر ديره سره ورته دي دغه راز نژدې له ټولو يو ډول کار هم اخيستل کيږي .
په نويو ودانيو کې د شيشو کارول خورا ډير ښکاري
د استوگنې لپاره نوي ځايونه د نړۍ د نورو ښارونو سيالي کولى شي
کار لا هم روان دى ودانۍ جوړيږي ، سړکونه پراخيږي خو غوښتنه او هيله لا ډيره ده
د ځينو ودانيو په طرحو کې ښه دقت شوى دى که څه هم ځينې کابل مېشتي وايي چې د ودانيو په طرحو کې تکرار ډير تر سترگو کيږي
خټگرو نه يوازې د ودانۍ پر ډيل ډول خواري گاللې بلکې ځاى ځاى يې ځينې ښکلې طرحې هم پرې کښلي
د ډيرو ودانيو د ښکلا لپاره د ځينو برخو راوتل غوره بلل شوي دي | ورسره تړلي نور خبرونه انځوريز رپوټ : له طالبانو وروسته کابل دويمه برخه25 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||