BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبانو په زابل کې يوه ښځه وژلې
News image
لطيف الله حکيمي منلې چې دغه مېرمن ددوى د وگړو له خوا وژل شوې ده.
د افغانستان په جنوب کې چارواکو تاييد کړې چې يوه افغانه مېرمن په زابل ولايت کې په دې تور وژل شوې چې له امريکاييانو سره يې همکاري کوله.

دغه مېرمن چې نوم يې ندى ياد شوى، د زابل په ميزانې ولسوالۍ کې په خپل کور کې د شپږو وسله والو په ډزو ووژل شوه او بريد کوونکي وتښتېدل.

د طالبانو يوه وياند لطيف الله حکيمي منلې چې دغه مېرمن ددوى د وگړو له خوا وژل شوې ده. طالبانو پخوا هم دغسې وژنې کړې وې خو دا لومړى ځل دى چې يوه ښځه ځې پدغه ډول وژلې ده .

افغان چارواکي وايي چې دې له حکومت سره کوم تړاو نه درلود. او د غلطو معلوماتو پر اساس وژل سوې ده. داسي فکر کيږي چې د ډير وخت راهسې دا لومړى ځل دى چې طالبانو افغان ښځه وژلې ده.

امريکايانو او افغان حکومت مخکې خبردارى ورکړى و چې د اکتوبر د ټاکنو وړاندې به ياغان حملې ډيري کړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت