BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:18 گرينويچ 2007 ,17 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
وسله وال طالبان رښتيا سره وېشل شوي ؟

وسله وال طالبان
وسله وال طالبان اوس هغومره سره يو موټي نه دي لکه پخوا چې ښکاريدل .
افغان چارواکي وايي د طالبانو له نيول شوي وياند ډاکټر حنيف سره يې داسې ليک موندلى چې پکې د ملا عمر له خوا د قومندان دادالله د وژنې غوښتنه شوې ده .

ظاهرآ طالب مشر د پوځي قومندان ملا اختر محمد عثماني په وژنه کې د داد الله ونډه ويني . دغه خبره په داسې وخت کې څرگنده شوې چې د رپوټونو ترمخه د طالبانو ترمنځ د واټن نخښې پيدا شوي دي .

د طالب غورځنگ د غړو ترمنځ د توپيرونو نخښې له هغه وخته ښکاره شوي چې د دوى امارت په نړيدو و .

په دې وروستيو کې داسې شواهد ډير شوي چې گواکې دغه توپيرونه په تربگنيو اوښتي دي .

له ډاکټر حنيف سره په نيول شويو اسنادو کې که د افغان چارواکو له وينا سره سم د ملا عمر له خوا د قومندان داد الله د وژنې يادونه سمه وي دا د همدغو تربگنيو يوه کړۍ بللى شو .

د افغانستان له سويلي ولايتونو څخه ځايي خلک او هغه کسان چې ځانونه د طالبانو په استازيتوب راپېژني دا هم وايي چې گواکې پخوانى طالب غورځنگ اوس په درو برخو وېشل شوى دى .

يوه غاړه هغه ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې يې يوه نه يوه دنده ترسره کوله خو د ملا عمر او نور مشرتابۀ ورسره د زړۀ خوالۀ نه و .

دوى اوس له دې ډاره چې افغان چارواکي يا نړيوال ايتلاف يې ونه نيسي مقاومت کوي .

د دغې ډلې په باب دا ويل کيږي چې که د کابل له لورې ريښتينى ډاډ ترلاسه کړي ښايي خپلو مېنو ته د سوله ييز ژوند په هيله ستانۀ شي .

دويمه ډله په گاونډي هيواد پاکستان کې له ځينو ځانگړو کړيو سره تړل شوې ياديږي . د دوى په اړه ويل کيږي چې گواکې اړ وتي دي .

په دې مانا چې يوې خواته يې ډانگ دى او بلې ته يې پړانگ . دريمه ډله بيا تر ټولو سخته او بدلون نه موندونکې بلل کيږي .

يوه غاړه هغه ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې يې يوه نه يوه دنده ترسره کوله خو د ملا عمر او نور مشرتابۀ ورسره د زړۀ خوالۀ نه و .

دغه غاړه د القاعدې مشر اسامه بن لادن ته وفاداره گڼل شوې ده . دا څرگنده نه ده چې په دې درو سرو ډلو کې د ملا محمد عمر ونډه څه ده.

د طالبانو له لورې په خپريدونکو اعلاميو کې ظاهرآ ملا عمر لا هم د دوى لارښود او مشر دى .

خو په دې وروستيو کې له يوۀ خبري اژانس سره د برېښناليک له لارې شوې مرکې کې ملا عمر ويلي و چې له اسامه بن لادن سره يې په تيرو پنځو کلونو کې نه ليدلي او نه يې هم ورسره اړيکي ټينگې کړي دي .

دا ډول څرگندونې او له سويلي ولايتونو څخه پرله پسې گنگوسې لږ تر لږه دا تاييدوي چې يو وخت تر ټولو متحد طالب غورځنگ اوس هغومره يو نه دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت