|
کابل : د طالبانو وياند ډاکټر حنيف ونيول شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ملي امنيت کارکوونکو بي بي سي ته وويل چې د طالبانو په استازيتوب له رسنيو سره غږيدونکى کس ، ډاکټر محمد حنيف په ننگرهار کې پرون ( دوشنبې د مرغومي ٢٥ د جنوري ١٥ ) نيول شوى دى . د ملي امنيت کارکوونکو زياته کړه چې د دغه وياند اصلي نوم عبدالحق حقيق و خو د ډاکټر حنيف په مستعار نوم يې د طالبانو د ويندويۍ کار ترسره کاوۀ . ډاکټر حنيف د ځينو په گومان د طالب غورځنگ مشر ملا محمد عمر ته نژدې کس دى . په دې وروستيو کې يوۀ خبري اژانس د برېښناليک له لارې د ډاکټر حنيف په مټ له ملا عمر سره مرکه کړې وه . ډاکټر حنيف له هغه راهيسته ډير فعاله شو چې د طالبانو يو بل وياند لطيف حکيمي په کوټه کې پاکستاني چارواکو ونيوۀ او افغانستان ته يې وسپارۀ . ويل کيږي چې ډاکټر حنيف د طالبانو د وېبپاڼې په چلولو کې هم مهمه ونډه لرله او په پرله پسې توگه به يې رسنيو ته د طالبانو خبرونه په برېښناليکونو کې ليږل . | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستان : کابل د حکيمي غوښتنه نه ده کړې 06 اکتوبر, 2005 | خبرونه ايتلاف : طالبان يوازې په جگړه نه ماتيږي20 اگست, 2006 | خبرونه پخلا شويو طالبانو ته د کار سپارلو غوښتنه شوې ده04 جولاى, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||