|
ايتلاف : طالبان يوازې په جگړه نه ماتيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه وايي په دغه هيواد کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره يوازې جگړې نه بلکه د ولس د باور د خپلولو اړتيا ده . په کابل کې د دغو ځواکونو وياند ډگروال تام کونيکس د طالبانو له لورې کاريدونکو تکتيکونو ته په اشارې سره ويلي چې د بشپړې سرلې او ثبات راوستل ښايي د اوږدې مودې خبره وي . د دې تر څنگه د امريکايي ځواکونو دغه وياند دا هم ويلي چې د بريدونو له ډير والي سره سره طالبانو په سږني دوبي کې د اټکلونو خلاف کوم څرگند برى نه دى گټلى او دا چې فرصت يې گواکې له لاسه وتلى بريښي . د دغه خبري کنفرانس په مهال ، د خبريالانو پوښتنې او په مقابل کي د دغو ځواکونو د وياند ډگروال تام کولينس څرگندونې ، له لويه سره د هيواد په سويل او ختيځ کې د طالبانو له لورې په ډيريدونکو بريدونو راټولې وې. ښاغلي کونيکس دا منله چې له پرله پسې ځوابيه بريدونو سره سره لا هم طالبان له خپل لورې د بريدونو او په پايله کې افغان او بهرنيو سرتيرو ته د تاوان اړولو وړتيا لري . خو دا يې بيا نه منله چې طالبان دې گواکې د اوسني بهير د درولو او په څټ د ستنولو وس ولري . (( دا د طالبانو لپاره د خپل ځواک د ښودو او کارونې او د ناټو د ځواکونو د رارسيدو د مخې د ډب کولو کال وو . دوى په څرگنده په خپل دغه ستراتيژيک هدف يعنې د ناتو د ماموريت د مخې په ډب کولو کې پاتې راغلل . زما په فکر اوس د دوى له لاسه موقع وتلې ده . که څه هم چې د هيواد په سويل او ختيځ کې سختې جگړې دوام لري خو نوښت د طالبانو نه بلکه د ناتو او اتلاف د ځواکونو په واک کې دى . )) ښاغلي کونيکس د افغانستان روانو حالاتو ته په کتو سره دلته د بشپړې سولې او ثبات راستنول هم د ډيرو کلونو خبره وبلله . ددې لپاره يې يوازې د جگړې د دوام له لارې د مخالفانو په مقابله نه بلکه د حکومت له لورې د ولس د باور د خپلولو پر اړتيا هم ټينگار وکړ . ((له څه شک پرته طالبان د پولې بلې غاړې ته د پرتو قبايلو له مينځه پر پوله را اوړي او افغانستان ته د جگړو لپاره راځي . خو په ټوله کې د طالبانو له لورې زيږيدلې ستونزه داسې يو څه دي چې پخپله د هيواد دننه يې بايد د حل لاره وموندل شي . دا داسې يو څه دي چې ښايي ډ يرو کلونو ته اړتيا ولري . دليل يې دا دى چې يوازې پوځي مقابله د ستونزې د حل لاره نده بلکه د بغاوت د ختمولو ښه لاره دا ده چې ولس ته داسې يو څه ورکړل شي چې له مخې يې د کوم بل چا پر ځاى په انتخابي حکومت باور وکړي . خو د القاعده د اغيز خبره بيا بله ده . دا يوه نړيواله ترهگرې شبکه ده چې له هره ځايه پيسې راتولوي او مقابله يې هم يوازې په افغانستان او پاکستان کې نه بلکه بايد د ټولې نړۍ په کچه وشي ، چې دا بيا هم په خپل وار د ډيرو کلونو ننگونه ده . )) په ټوله کې د ښاغلي کونيکس انگيرنه دا وه چي ښايي د طالبانو له لورې بريدونه او جگړې لا هم دوام ومومي خو ټينگار يې دا وو چې طالبان د افغانستان د ٣٤ ولايتونو له جملې نه يوازې په اوو ولايتونو کې فعال دي او په وينا يې ددې معنى دا نه ده چې طالبان گواکې غښتلي شوي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||