BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:16 گرينويچ 2006 ,04 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پخلا شويو طالبانو ته د کار سپارلو غوښتنه شوې ده

طالبان
په كندهاركې دملي پخلاينې ددفتر مشرحاجي اغالالي وويل چې د ملي پخلاينې بهيرګړندى روان دى
دافغانستان په كندهار ولايت كې دملي پخلاينې چارواكو پرافغان دولت غږكړى چې دسولې له بهير سره يوځاى شويو طالبانو ته دې دكار زمينه برابره كړي .

په كندهاركې دملي پخلاينې ددفتر مشرحاجي اغالالي وويل چې دملي پخلاينې بهيرګړندى روان دى او دده په خبره دطالبانو ددرو مهمو څېرو په ګډون يې تردېرشو زيات طالبان اوس اوس دسولې له بهيرسره يوځاى دافغانستان په كندهار ولايت كې دملي پخلاينې چارواكو پرافغان دولت غږكړى چې دسولې له بهير سره يوځاى شويو طالبانو ته دې دكار زمينه برابره كړي .

په كندهاركې دملي پخلاينې ددفتر مشرحاجي اغالالي وويل چې د ملي پخلاينې بهيرګړندى روان دى او دده په خبره دطالبانو ددرو مهمو څېرو په ګډون يې تردېرشو زيات طالبان اوس اوس دسولې له بهيرسره يوځاى كړي.

دملي پخلاينې دفتروايي چې د وسله والوطالبانو لويه برخه دې ته ژمن دي چې وسلې كښېږدي او دسولې له بهير سره يوځاى شي. ددغه دفتر په خبره دتېركال په پرتله سږ دغه بهير ګړندى شوى اوله وروستۍ شمېرې سربيره يې په لسګونونورطالبان دې ته هڅولي چې له جنګ جګړو لاس واخلي اوسوله ييز ژوند وكړي.

په كندهاركې ددغه دفترمشرحاجي اغالالي وويل چې اوس اوس د طالبانودرې مهمې څېرې چې٣٠ وسله وال طالبان هم ورسره دي دملي پخلاينې له بهير سره يوځاى شول .

كه څه هم ښاغلي اغالالي ددغو درو طالبانو نومونه پټ وساتل خو په ټينګارسره يې وويل چې ډېر ژر به دغه كسان له خپلې دېرش كسيزي ډلې سره يوځاى دخبري رسنيو په وړاندې ودروي دى وايي:

((موږله نړيوالو اوافغان دولت څخه غوښتنه كوو چې دملي پخلاينې له پروګرام سره يوځاى شويو طالبانو ته دې دكار زمينه برابره كړي چې نورطالبان هم دې ته وهڅېږي چې دسولي له بهير سره يوځاى شي ))

حاجي اغالالي زياته كړه چې دملي پخلاينې بهير هغوطالبانوته هم دخلاصون لاربرابروي چې په بېلابيلو زندانونو كې بنديان دي .

ديادولووړده چې په افغانستان كې دغه بهيرشاوخوادوه كاله وړاندې پيل شوى اود نورهيواد په پرتله په كندهاركې بريالى بلل كېږي.

دملي پخلاينې دفتروايي چې د وسله والوطالبانو لويه برخه دې ته ژمن دي چې وسلې كښېږدي او دسولې له بهير سره يوځاى شي. ددغه دفتر په خبره دتېركال په پرتله سږ دغه بهير ګړندى شوى اوله وروستۍ شمېرې سربيره يې په لسګونونورطالبان دې ته هڅولي چې له جنګ جګړو لاس واخلي اوسوله ييز ژوند وكړي.
په كندهاركې ددغه دفترمشرحاجي اغالالي وويل چې اوس اوس د طالبانودرې مهمې څېرې چې دېرش وسله وال طالبان هم ورسره دي دملي پخلاينې له بهير سره يوځاى شول .
كه څه هم ښاغلي اغالالي ددغو درو طالبانو نومونه پټ وساتل خو په ټينګارسره يې وويل چې ډېر ژر به دغه كسان له خپلې دېرش كسيزي ډلې سره يوځاى دخبري رسنيو په وړاندې ودروي دى وايي:

((موږله نړيوالو اوافغان دولت څخه غوښتنه كوو چې دملي پخلاينې له پروګرام سره يوځاى شويو طالبانو ته دې دكار زمينه برابره كړي چې نورطالبان هم دې ته وهڅېږي چې دسولي له بهير سره يوځاى شي ))

حاجي اغالالي زياته كړه چې دملي پخلاينې بهير هغوطالبانوته هم دخلاصون لاربرابروي چې په بېلابيلو زندانونو كې بنديان دي .
ديادولووړده چې په افغانستان كې دغه بهيرشاوخوادوه كاله وړاندې پيل شوى اود نورهيواد په پرتله په كندهاركې بريالى بلل كېږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت