|
طالبان مات شوي خولا هم د امنيت لپاره گواښ پيښولي شي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې دبرتانيې يوه لوړپوړي چارواکي ويلي چې طالب جنگيالي دامريکې په مشرۍ پوځي ځواکونوسخت ځپلي دي خولاهم د هيواد امنيت ته گواښ دى .ډگرجنرال پيترگېل کريست وويل چې دطالبانود مشرتابه کړۍ ماته شوې ده. ده زياته کړه چې دطالبانووروستي بريدونه دومره منظم نه وواود وړو اونا دهيواد ولمسشرحامد کرزي ويلى چې دطالبانوډيرجنگيالي به که وسلې په ځمکه کيږدي وبښل شي . له بلې خواد افغانستان د حکومت او طالبانو تر مېنځ د روغې جوړې پر سر د پردې تر شا روانې خبرې اترې دادى چى اوس گواکې دهغو طالب بنديانو د خوشى کولو پر سر راټولې دي . په کابل کې د ائتلافي ځواکونو يوه وياند د خبرو د دغه پړاو له تائيد يا رد پرته د بنديانو خوشي کول دافغان حکومت او طالبانوخپل منځې موافقې پورې تړلې خبره وبلله . دا په داسې حال کې ده چې د ائتلافي ځواکونو د سرچينو په وينا دا مهال لږ او ډير ٥٠٠ بنديان چې له طالبانو سره دهمکارى په تور نيول شوي د همدغو ځواکونو په زندانونو کې پراته دي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||