BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:51 گرينويچ 2005 ,12 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبانو په هلمند کې درى ملکي وگړې وژلي
News image
د کندهار ښار په يوه چاودني کې څلور کسه ټپيان شوي دي
د افغانستان د هلمند په ولايت کي طالب جنگياليو يو پوليس او دري ملکي وگړې، له امريکاي پوځيانو سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

سيميزو حکومتي چارواکو د پيښي خبر تاييد کړۍ خو ويلي، دوه کسه وژل شوي دي. لدي وړاندي طالبانو د زابل په ولايت کي يوه افغان ښځه په همدغه تور ووژله. طالب جنگياليو گواښ کړي چي، د سپتامبر په مياشت کي د پارلماني ټاکنو د ترسره کيدو مخه نيسي.

په کندهار ښار کي بيا يوي چاودني څلور کسه ټپيان کړي دي. د کندهار امنيتي چارواکو ويلي، د بخار په ديگ کي ځاي-پرځاي شوي چاوديدونکي توکي، په يوه ښځينه مارکيټ کي وچاوديدل.

په رواني مياشت کي پر افغان ښځو دا دوهم بريد دي چي، طالبانو يي پړه پغاړه اخيستي ده. افغان حکومت او په افغانستان کي نړيوال اييتلافي ځواکونه وايي، طالب بريدکوونکي پاکستان کي سمباليږي او افغانستان کي له بريدکولو وروسته، بيرته پاکستان ته پناه وړي.

که څه هم پاکستاني چارواکو په وارو دغه تورونه رد کړي، خو پدي وروستيو کي د پاکستان د جمعيت علما اسلام د گوند مشر، مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر حکومت تور ولگاوه چي، د طالب بريدکوونکو ملاتړ کوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت