BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:27 گرينويچ 2007 ,11 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبان : پر ايټاليايي ژورناليست خبرې کوو

ايټاليايي ژورناليست
دغه ايټاليايي ژورناليست دانيلي ماستروجيکومو د دوو ماشومانو پلار دى
په افغانستان کې طالبانو منلې ده چې د هغۀ ايټاليايي ورځپاڼه ليکونکي د برخليک په باب يې خبرې اترې پيل کړي دي چې تيره اوونۍ يې له دوو افغان ژباړونکو سره د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې تښتولى و .

د ريپبليکا په نامۀ د ورځپاڼې خبريال دانيلي ماستروجيکومو باندې په پيل کې وسله والو طالبانو د جاسوسۍ تور لگولى و .

قاري يوسف چې ځان د طالبانو وياند بولي بي بي سي ته له يوۀ نامعلوم ځاى څخه د تيلې فون په کرښه وويل چې دوى د دغه ورځپاڼه ليکونکي د برخليک په سر خبرې کوي .

قاري يوسف دا ونه ويل چې له چا سره خبرې کوي خو د طالبانو دريځ يې روښانه کړ .

دۀ وويل په افغانستان کې ميشت ايټاليايي ځواکونه بايد له دغه هيواد څخه د وتلو نېټه جوته کړي او د طالبانو يو شمير نيول شوي مشران بايد خوشي شي .

د وسله والو طالبانو وياند دا ونه ويل چې کوم مشران او له نورو جزيياتو يې هم ډډه وکړه .

ايټاليا په افغانستان کې شاوخوا ١٩٥٠ سرتيري لري چې په پلازمېنه کابل او هرات کې ځاى پر ځاى شوي دي .

په ايټاليا کې د مسلمانانو د مرکزي جومات امام ، د هغۀ هيواد د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړو ، ورځپاڼه ليکونکو او په کابل کې د ايټاليا سفير د دانيلي ماستروجيکومو د خوشي کولو لپاره غوښتنې کړې دي .

دانيلي ماستروجيکومو د دوو ماشومانو پلار دى او ويل کيږي چې د نړۍ په ډيرو جنگ ځپلو سيمو کې يې د خبريالۍ دنده ترسره کړې ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت