BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:14 گرينويچ 2007 ,24 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ايټالوي خبريال له معاملې وروسته وېرې او اندېښنې

ايټالوي خبريال ښاغلى ډانيل
ښاغلى ډانيل په ايټاليا کې له خوشې کيدو وروسته
ايټالوي خبريال ډانيل ماستروجياکومو د طالبانو له لورې د دوو اوونيو لپاره له نيول کېدو وروسته خپل کور ته رسېدلى، خو د دۀ د خوشي کېدو پر معامله په پراخه کچه نيوکې شوې دي.

د دۀ په راخوشي کېدو ټولو ارامه ساه واخيسته او په خپل هيواد کې يې د د يو اتل په توگه هرکلى وشو.

خو د دۀ د خلاصولو معاملې چې د طالب جنگياليو پنځۀ مشران يې په بدل کې له بند څخه خوشې شول او هم دې حقيقت چې د هغۀ دوه افغان ملگري د جوړجاړي برخه نه و په افغانستان او په نوره نړۍ کې نيوکې راپارولې دي.

د ژورناليستانو د دفاع کميټې يو استازى ضياء بوميا وايي: ((موږ غواړو پوه شو چې ولې افغان حکومت او نړيوالې ټولنې د بهرني خبريال لپاره دومره منډې وکړې، خو د افغان خبريال لپاره يې څۀ ونه کړل. موږ له دوى څخه غواړو چې د افغانانو لپاره هم همدومره ځانونه ستړي کړي.))

'دوه مخې چلند'

د ښاغلي ډانيل موټرچلوونکى ٢٥ کلن سيد اغا، چې ډايلي ټيليگراف ورځپاڼې يې له مړينې وروسته په اړه ليکلې و چې هغه يو طبيعتي، مهربان او مينه ناک ځوان و، د هغه د نيوونکو لخوا تېره اوونۍ ظاهراً پر معامله کوونکو د فشار اچولو په موخه ووژل شو.

د هغۀ کورنۍ وايي چې تر اوسه نه ورسره افغان او نه هم ايټالوي حکومت په تماس کې شوي دي.
تېره سې شنبه دوى د هلمند په مرکز لشکرگاه کې د د واړو حکومتونو د 'دوه مخې چلند' په ضد لاريونونه وکړل.

د ښاغلي ډانيل ژباړن او په کابل کې مېشت افغان خبريال اجمل نقشبندي لاهم نادرکه دى او کورنۍ يې سخته ورته ناارامه ده.

د دۀ ورور منير نقشبندي وايي: ((کورنۍ مو سخته وېرېدلې او خپه ده. حکومت زموږ هېڅ پروا نه کوي او موږ نه پوهېږو چې ولې.))

هغه وايي په کابل کې د ايټاليا سفارت او د ښاغلي ډانيل ورځپاڼې، ريپليکا، مخکې د مرستې وړانديز کړى و، خو له کله چې ايټالوى خوشى شوى بيا د دوى له نيوونکو څخه احوال نشته.

منير بي بي سي ته وويل: ((حکومت کوښښ وکړ چي ډانيل راخوشى کړي، خو کله چې هغه راخوشى شو دوى بيا زما له ورور سره هېڅ مرسته ونه کړه.))

هغه وايي: ((زه له طالبانو څخه غواړم چې زما ورور خوشى کړي ځکه موږ مسلمانان يو او هغه يو افغان دى چې له حکومت سره نه، بلکې دازاد ژورناليست په توگه کار کوي.))

د دوى د پلار، غلام حيدر، په وينا اجمل چې شپږ مياشتې مخکې يې وادۀ کړى و، د کورنۍ د گټې وټې اصلي سړى و.

هغه وايي: ((اجمل د کور يوازينى گټندوى دى، له هغه پرته بل هېڅوک نشته.))

'استثنايي گام'

درى واړه کسان په هلمند ولايت کې نيول شوي و، چې هلته په دې وروستيو کې ناټو او افغان ځواکونو د طالبانو په ضد خپل پوځي عمليات تېز کړي دي.

طالب غورځنگ د پژواک خبري اژانس ته ويلي چې د دوى پنځه کسان د ښاغلي ډانيل په بدل کې خوشي شوي دي. د دوى نومونه داسې ورکړل شوي دي:
• استاد ياسر، د طالبانو د کلتوري څانگې مشر
• عبد اللطيف حکيمي، د طالبانو پخوانى وياند
• منصور احمد، د طالب قوماندان ملا دادالله اخوند ورور
• او دوه نور قوماندانان، حمدالله او عبدالغفار

د بدلون خبره ايټالوي حکومت منلې، خو افغانستان نه ده تائيد کړې.
د ولسمشر حامد کرزي وياند کريم رحيمي تېره اوونۍ يوازي دومره ويلي و چې: ((دا يو استثنايي گام و، چې واخيستل شو ځکه موږ له ايټاليا سره خپلو اړيکو ته ارزښت ورکوو او دا کار به بيا نه تکرارېږي. ))

 موږ غواړو پوه شو چې ولې افغان حکومت او نړيوالې ټولنې د بهرني خبريال لپاره دومره منډې وکړې، خو د افغان خبريال لپاره يې څۀ ونه کړل؟
ضياء بوميا، د افغان خبريالانو د فاع کمېټې غړى

داسې گنگوسې هم وې چې ايټاليا له افغانستان څخه د خپلو ١٩٠٠ سرتېرو د ايستلو گواښ کړى و، که ولسمشر کرزي د معاملې اجازه نه واى ورکړي، خو ښاغلي رحيمي دا خبره په کلکه رد کړه.

'خبريالان به تمام شي'

د امريکا په مشرۍ د ټلوالې د غړو غبرگون څرگند و.
په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت وياند جو ميلوټ وايي: ((د امريکا د متحده ايالات ترهگرو ته هغوى د غوښتنو په ځواب کې امتيازات نه ورکوي.))

د هالنډ د بهرنيو چارو وزير مکسيم ويرهاگن د چهارشنبې په ورځ کابل ته په سفر کې وويل: ((کله چې موږ له داسې وضعيت سره مخ کېږو چې تاسې يو خبريال نىسئ او هغه وخت د طالب جنگياليو ازادي پېرلى شئ، په لنډه موده کې به خبريالان تمام شي. ))

له ښاغلي ډانيل څخه په ايټاليا کې په يوې خبري ناسته کې د هغې لانجې په اړه پوښتنه وشوه چې د دۀ د خلاصون په اړه وه.
هغه وويل: ((زما په باور، څه چې وشوو د کوم حکومت خپلواکي يا د هغه د بهرنۍ تگلارې د چلند کورواکي نه ماتوي)). د دۀ اشاره افغان او ايټالوي حکومت ته وه.

دۀ زياته کړه: ((که د يو سړي د ژوند د ژغورلو لپاره څه کيږي، دا يو مثبت کار دى.))

خو په افغانستان کې د خبريالانو اندېښنه اوس داده چې دې معاملې د راتلونکي لپاره يو خطرناک بنسټ کېښود.

ورسره تړلي نور خبرونه
افغانستان کې ٤ يرغمل شوي
20 نومبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت