|
افغانستان كې د وينا د ازادۍ په وړاندې پراخې ستونزې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سمنګان ولايت كې د يوې سيمه ييزې راډيو چارواكي ادعا كوي چې ددغه ولايت د مشرتابه له خوا پرې بنديز لګيدلى او ځورول شوي هم دي . خو د سمنګان والي عبدالحق شفق دغه ادعاوې بې بنسټه وبللې او وې ويل چې دغه راډيو د خبريالۍ اخلاق د خپلو خپرونو په اوږدو كې نه پلي كوي . د درې لسيزو د جګړو په ترڅ كې د افغانستان په لروبر كې د وينا د ازادۍ په وړاندې خنډونه راولاړ شول او رسنۍ د ګونيديزو او سيمه ييزو قومندانانو ولكې ته ورغلې .خو د طالب واكمنې له ماتې وروسته دې حالت تر ډيره بدلون موندلى دى . د صداى حقيقت په نامه د يوې سيمه ييزې راډيو د خپرونو مسول شمس ساويز دغه ادعاوې په داسې حال كې وكړې چې د روان ميلادي كال د مۍ په دريمه نيټه د نړۍ په ګوډ ګوډ كې د رسنيو نړيواله ورځ لمانځل كيږي . ښاغلي ساويز زياته كړه . (( هم بنديز راباندې لګيدلى ، هم تحقير شوى يم . هم يې پر موږ فشار راوړى دى . يوه خپرونه وه موږ ځينې روڼ اندي راټول كړي وو خپله والي مې هم رابللى وو . د خلكو غږونه مې والي ته وروړل چې ددې ځواب ووايي .والي وويل چې دا ستا دنده نه ده ، ته لاړ شه . ما ورته وويل چې موږ خو خپل كار كؤ. رسنۍ خپل كار كوي . هغه راته په ځواب كې وويل ورځه ته دې هم كار وكړه او زه به هم خپل كار وكړم .)) خو د سمنګان والي عبدالحق شفق د ښاغلي ساويز ادعاوې په كلكه رد كړې او وېويل چې دى د هغو كسانو څخه يو دى چې د وينا د ازادۍ لپاره يې مبارزه كړې ده . ده پر صداي حقيقت نومې راډيو تور ولګاؤ چې د يوې ځانګړې ډلې پورې اړه لري او د دولت په ضد تبليغات كوي . ښاغلي شفق دا هم وويل چې ددغې راډيو چارواكي بايد لومړى د خبريالۍ اخلاق زده كړي او بيا دده په وينا پر دغسې يو ګام لاس پورې كړي . دغه ډول رسنيزې شخړې په افغانستان كې نوې خبر نه ده . په تيرو كلونو كې بيا بيا پيښې شوي دي . خو دا چې خبريال ګرم دى كه چارواكي ؟ هر يو بيل بيل دلايل وړاندې كوي .
د افغانستان په ځينې سيمو كې ان خبريالان نيول شوي او تر پوښتنو اښتنو لاندې هم راغلي دي. افغانستان له اوږدو جګړو څخه وروسته د لومړي ځل لپاره ولسواكي تجربه كوي . د ډيرو څارونكو په اند په تيرو څلورو كلونو كې د ډيموكراسۍ په پلمه د وينا ازادۍ په افغانستان كې ډيره پرمختيا موندلې ده . د رسنيو د قانون رامنځته كول د افغان د دولت د سترو لاسته راوړنو څخه ګڼل كيږي . خو ځينې خبريالان لا هم وايي چې په ليرې پرتو سيمو او ولايتونو كې افغان ورځپاڼه ليكونكي د چارواكو تر سانسور لاندې دي او نشې كولى چې په خپلواكه توګه د خبريالۍ اصول وكاروي . ښاغلى ساويز همدې خبرې ته په اشارې سره ټينګار كوي چې ډيرى دولتي چارواكي په ليرې پرتو ولايتونو كې د دولتي او خپلواكو رسنيو د سانسور هڅه كوي . خو يوه شمير خبريالان په دې اند دي چې كه د خبريالۍ د اصولو په رڼا كې د دولت پر كارونو نيوكې كيږي . په ادارو كې د سمونونو د رامنځته كېدو لامل ګرځي او پر دولتي چارواكو فشار راځي چې خپلې چارې سمې پرمخ بوځي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||