|
افغانستان کې ٤ يرغمل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي وايي يو هندى انجنير د هېواد په جنوب کې د نيمروز په ولايت کې تښتول شوى دى. دوى وايي دغه انجنير چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، له خپلو دوو ساتونکو سره افغان پوليس دي او يوۀ موټر چلونکي سره يو ځاى يرغمل شوي دي. نوموړي په نيمروز کې د لار جوړولو پر يوې پروژې کار کاوه. د کورنيو چارو وزارت يوۀ وياند ويلي چې پوليسو په سيمه کې يوه پلتڼه پيل کړې ده . په سيمه کې طالب اورپکو ويلي دا کسان دوى دوى يرغمل کړي دي. خو خبريالان وايي دا ډول ادعاوې ډېرى وخت سمې نه وي. خو باور کېږي د د طالبانو هغه ادعا تر ډېره سمه وه چې په تېر اگست کې وويل يو بريتانوى انجنير ېې له خپل افغان ژباړونکي سره په فراه ولايت کې ونيوه. له يرغمل کېدو څو ورځې وروسته د دغه کسانو مړي وموندل شول. د افغانستان جنوبي او جنوب لويديزې سيمې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو راهېسته کړکېچنې پاتې شوي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||