BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:43 گرينويچ 2007 ,08 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ژورنالستان : موږ سره تاوتريخوالى اوس ډير دى

افغانستان
د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د ټولنې مشر رحيم الله سمندر وويل که تير پنځه کلونه په پام کې وي وخت په وخت ددغې تاو تريخوالي په کچه کې ډير والى راغلى دى
په کابل کې د خپلواکو خبريالانو او د خبريالانو دملي اتحاديي مشرانو په يوه گډه خبري غونډه کې وويل چې د څومره والي او څنگه والي له مخه د خبري رسنيو ډيرښت په تيرو پنځو کلونو کې د افغانانو يوه ډيره لويه لاس ته راوړنه ده .

خو ددوى په وينا له بده مرغه د افغان حکومت مخالفين،خپله د افغان حکومت ځيني چارواکي او په دغه هيواد کې ميشت بهرني ځواکونه ټول په ځينو برخو کې د خبريالانو په وړاندې له تاو تريخوالي نه کار کار اخلي .

د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د ټولنې مشر رحيم الله سمندر وويل که تير پنځه کلونه په پام کې وي وخت په وخت ددغې تاو تريخوالي په کچه کې ډير والى راغلى دى .

ان دا چې يوازې په تيره اونۍ کې له خبريالانو سره د تاو تريخوالي تر پنځو ډيرې پيښې ثبت شوي دي نوموړى يې د بيلگې په توگه د څو پيښو يادونه کوي چې په ترڅ کې يې خبريالان نيول شوي او د ثبت وسايل يې ترې اخستل شوي دي

په پاريس کې د ملگرو ملتونو د فرهنگي دفتريونيسکو مرستيال موگين شميت هم په دغه غونډه کې گډون کړى وو نوموړى په دى موخه کابل ته راغلى دى چې د خبريالانو د ستونزو او نورو اړوندو مسايلو په اړه د افغانستان له ملي شورا،نورو دولتي چارواکو او د ناټو په مشرۍ له بهرنيو ځواکونو سره خبرې اترې وکړي.

نوموړي وويل چې ملگري ملتونه د خبريالۍ په برخه کې پر ځينو معيارونو باور لري چې بايد د ټولو غاړو له خوا په پام کې ونيول.

نوموړي زياته کړه چې افغان خبريالان د مطبوعاتو د هغه قانون په اړه هم ځينې انديښنې لري چې پارلمان ته د تصويب لپاره وړاندې شوى دى ښاغلي شميت وويل چې دغه انديښنې به هم د پارلمان له غړو سره شريکې کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت