|
رحيمي :نړيوالې رسنې په ناسمو خپرونو د خلکو ذهنونه خرابوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت يو وار بيا پر نړيوالو رسنيو تور لگولى چې گواکې په ناسمو خپرونو د خلکو ذهنونه خرابوي . دا خبره په داسې مهال کې افغان ادارې بيا تکرار کړې چې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان د کورنيو چارو پر وزارت نيوکه کړې ده . دغې امريکايي ورځپاڼې په افغانستان کې د پوليسو روزنې ته په پام سره ويلي چې د سلگونو ميلونو ډالرو په لگولو هم افغانستان روزل شوي مناسب پوليس نه لري . د ولسمشر کرزي وياند کريم رحيمي په کابل کې يوۀ خبري کانفرانس ته د وينا پر وخت په ځانگړې توگه يوه ورځپاڼه ياده نه کړه خو له لويه سره يې پر يو شمير لويديځو مطبوعاتو نيوکې وکړې د لويديځو رسنيو هغو رپوټونو تل افغان چارواکي سخت غبرگون ته اړ ايستلي چې په افغانستان کې يې د حکومت او لوړ پوړو چارواکو پر کمزوريو رڼا اچولې ده . افغان چارواکي دغه ډول رپوټونه له واقعيته ليرې بولي . څه موده وړاندې ولسمشر کرزي پخپله يوۀ خبري کانفرانس کې پر لويديځو رسنيو نيوکې کړې وې . اوس د دوى وياند تور لگولى چې گواکې ځينې رسنۍ د دۀ په وينا خلک تير باسي . کريم رحيمي د کابل په يوۀ خبري کانفرانس کې يوشمير لويديځې رسنۍ په دې تورنې کړې چې په خپلو رپوټونو کې له دقت څخه کار نه اخلي . دۀ دا ونه ويل چې دغه رسنۍ کومو خلکو ته د افغانستان حالات په ناسم ډول انځوروي . د ښاغلي رحيمي دغه څرگندونې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې تر هغۀ رپوټ ايله يو ورځ وروسته خپرې شوي چې په افغانستان کې يې د پوليسو د گمارنې او روزنې بهير کمزورى بالۀ . د ولسمشر کرزي وياند دغه استدلال نه مني : (( دا کار په امکاناتو پورې اړه لري او کورينو چارو وزارت د اشته امکاناتو په اندازه کار کړى . دامکاناتو برابرول يوازې دافغان دولت کار نه دى بلکې نړيوال هم پکې شريک دي )) په افغانستان کې د طالبانو له نسکوريدو راهيسته د پوليسو او ملي پوځ د جوړيدا او د هغوى د روزنې په باب بحثونه خورا ډير شوي دي . د متحدو ايالاتو او جرمني له لورې په دې برخه کې مرستې هم په سلگونو ميليونو ډالرو ته رسيدلي خو د بهرنيو رسنيو په څير په کور دننه هم پر دغې بهير نيوکې ډيرې دي . ځينې د ناټو له خوا د پوليسو او پوځ روزنې ته رادانگل هغه هڅه گڼي چې ښايي د دغه ډول نيوکو مخه پرې ونيول شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||