|
د افغانستان د خبري رسنيو ودې ته کتنه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په دغه هيواد کې ميديا پر کوم لورې درومي ، د ميډيا د فعاليت سياسي او مالي ضمانتونه څومره ډاد من دي ، په وړاندې ييې ننگونې څه دي . د ولس د باور په گټلو کې يې څومره پرمختگ کړى او ستونزې يې څه دي ؟ پدې راپور کې ددغو پوښتنو د ځواب موندلو هڅه شوې. په تيرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د ډله يزو رسنيو په ډگر کې د پام وړ پرمختگ رامينځ ته شويدى . د رسمي شميرو له مخې د رسنيو د بيلا بيلو ډولونو شميره اوس له ٥٠٠ وراوښتې ده . په دې کې د چاپيدونکو رسنيو لکه ورځپاڼو، مهالنيو او مجلو شميره تر ټولو ډيره ده . دا ډول د شميرې له مخې دوهم ځاى راډيويې چينلونو نيولى دى . دير دغه چينلونه د سيمه يزه راډيو گانو په بڼه فعاليت کوي . همدا اوس نږدې په هر ولايت کې له يوه نيولې تر څوو پورې دغه ډول چينلونه فعال دي . په دې موده کې د تلويزيوني چينلونو شميره هم له يوه نه اتوو ته ختلې ده . ها خوا د کيبلي تلويزيوني چينلونو شميره بيا له دوه سوو وراوړي په دې سربيره د بريښنا پاڼو يا انټرنيټي سايټونو شميره هم په چټکۍ سره په ډيريدو ده . همدا اوس له ٤٠ ورپورته خصوصي بريښنا پاڼې يا سايټونه د مخابراتو له وزارت سره راجستر دي . تمه دا ده چې د نوري فايبر د شبکې په بشپړيدو سره به چې دوه کاله وخت اخلي ، ددغه ډول سايټونو يا پاڼو شميره هم سوونو ته وخيژي . خو تر کومه چې د رسنيو د دوام ، په خپلوپښو د دريدو او په بااعتباره ملي رسنيو د اوښتو خبره ده ، نو په اړه يې گڼ شکونه او پوښتنې په مخ کې دي . د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد نصراله ستانکزى دا گڼي چې له رامينځ ته شوي پرمختگ سره سره لا هم مطبوعاتو او رسنيو د ولس باور ندى خپل کړى. د دې لامل د ماهيت له اړخه د کمزورتياوو شته والى بولي : ښاغلى ستانکزى دمسلکي ظرفيتونو کمې هم د با اعتېاره ملي رسنيو د رامينځ ته کيدو د مخنيوي يو بل لوى لامل بولي . په خپلو پښو د دريدو او دوام راوړو په اړه يوه لويه انديښنه دا هم ده چې اکثره دغه نوې راټوکيدلې رسنۍ له مالي اړخه د افرادو ، ډلو او موسسو يا انجوگانو په مرستو ولاړې دي . که مرستې ودريږي نو دا ويره شته چې د ډيرو رسنيو دروازې به هم ورسره جوښتې وتړل شي . دغو انديښنو ته د ځواب لپاره يواساسي وړانديز په رسنيو کې د اعلانونو د خپرولو د هڅو پراخول ښودل کيږي . خو د افغانې ښځې د غږ په نامه د راډيو چلونکې جميله مجاهد دا گڼي چې د اعلانونو فرهنگ لا هم د سوداگرو په مينځ کې ډير دود ندى موندلى :
(( زموږ د سوداگرو په مينځ کې د اعلان فرهنگ نشته . که اعلان ترې غواړې نو بيا وايې د چاکليټو د يوه پاکټ په بدل کي يې خپور کړه . که حالات همداسې وي نو کيدى شي چې راډيو مې وتړل شي . )) ډير دا گڼي چې گواکې مالي تړاوونو د رسنيو استقلال هم له ننگونو سره مخامخ کړيدى . د نړيوال قلم د ادارې مشر حبيب اله رفيع په همدې نظر دى : (( دوى اړ دي چې د خپلې نشريې د چلولو لپاره چا ته لاس اوږود کړي . څوک اشخاصو څوک انجوگانو او څوک ان بهرنيو پټو کړيو ته مخ اړوي . همدا لامل دى چې په نشراتو کې د فنډ ورکونکي خولې ته گوري .)) د مدني ټولنې يو فعال او د ولسي جرگې وکيل ميراحمد جوينده بيا مالي تړاوونه د رسنيو د سياسي کيدو لامل بولي : (( په خواشينۍ سره چې زموږ مطبوعات ملي او هيوادنيو پروگرامونو د مخې ته کولو په ځاى تر ډيره تنظيمي او سياسي شويدي . همدا لامل دى چې په تيرو څلورو کلونو کې هيڅ ملي سراسري رسنۍ نده رامينځ ته شوې . بله خبره دا چې اخبارونه د پلورلو په ځاى وړيا ويشل کيږي . هغه هم په داسې حال کې چې يو اخبار په لس افغانۍ پريوځي . طبيعي خبره ده چې دا کار شکونه رامينځ ته کوي يعنې دا چې دغه پيسې له کومه راځي او څوک يې ورکوي . )) په دې مينځ کې داسې رسنۍ او مهالنۍ هم شته چې ورو ورو له مالي اړخه په خپلو پښو د دريدو په لور گامونه اخلي . د کابل اونيزه ددې په سر کې راځي . د اونيزې مشر چلونکى فهيم دشتي دغه پرمختگ له بهرنيو تجروبو نه د گټې اخيستو لامل بولي : (( موږ له خود کفايې نه يو گام وړاندې تللي يو او کولى شو يوه اندازه گټه هم تر لاسه کړو . په پام کې ده چې دا گټه د اونيزې په لا زياته وده ولگوو . موږ په پيل کې د اونيزې د راويستو تجربه درلوده خو له دې لارې د گټې وټې چل نه راته . زما يو شمير بهرنيو دوستانو دا چل راوښوده . په دې کې ډوه تکي ډير گټور راووتل ، يو په اونيزه کې په افغانستان کې د فعالو بهرنيو موسسو گډون او بل د اعلانونو تر لاسه کول . )) هره رسنۍ د خپل فعاليت لپاره پيسو ته په اړتيا سربيره سياسي ملاتړ ته هم اړتيا لري . د هيواد اساسي قانون او د مطبوعاتو قانون د رسنيو د فعاليت د سياسي ملاتړ بنسټونه جوړوي . اساسي قانون د بيان او فکر د ازادۍ ضمانت کوي ، او د مطبوعاتو قانون تر چاپ او خپريدو وړاندې پر هر ډول سانسور د رد کرښه راکاږي .
گڼ شمير کتونکي د بيان د ازادۍ همدغه سياسي قانوني ملاتړ په افغانستان کې په تيرو څلورو کلونو کې د حکومت تر ټولو ستره لاس ته راوړنه او ورسره يو ځاې د مطبوعاتو قانون په سيمه کې يو بې سارى قانون بولي . خو له دې سره سره د مطبوعاتو پر همدغه قانون نيوکې هم شته . لويه نيوکه داده چې گواکې د قانون ځينې مفهومونه تر دې کچې عام دي چې هم ترې د خولې د بيرته کولو او هم ترې د يوه چا د خولې د تړلو تعبير کيدى شي . (( په پرنسيپ کې د رسنيو قانون خورا غښتلى قانون دى ، خو نيگړتياوې هم پکې شته . د ساري په ډول ځينې اصطلاحات لکه ملي منافع ، حتک حرمت او اعتقادات پکې روښانه تعريفونه نلري . )) ښاغلى رفيع همدغو مفاهيمو ته د اشارې په ترڅ کې وايې چې ځينې بې اعتباره شوې سياسي ډلې د خپل بايللي اعتبارد بيرته خپلولو لپاره هڅه کوي چې په قانون کې ياد شوي ملي او اسلامي ارښتونه د يوې وسيلې په توگه وکاروي : (( ځينې کړۍ چې خپل وجاحت يې له لاسه ورکړى ، د ملي او اسلامي ارزښتونو په پلمه کولو سره د خپل ځان د بيرته مطرح کولو لپاره گټه اخلي . )) د مطبوعاتو په همدغه قانون يوه نيوکه دا هم ده چې گواکې قانون د خپلو مالي سرچينو ښودو ته د رسنيو په اړ کولو، په يوه نه يوه ډول د بيان د ازادۍ مخه نيسي . خو د فرهنگ او ځوانانو د وزارت مرستيال فاضل سنگچارکي د کوم ځانگړي هيواد له نومولو پرته وايې ، د قانون د دې مادې هدف دادى چې د مطبوعاتو او رسنيو له لارې د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د گاونډيو هيوادونو د لاس وهنو مخه ونيسي : (( د هغو پراخو رپوتونو او شکايتونو له لارې چې موږ له بيلابيلو سرچينو تر لاسه کړي ، او دا ډول د ځينو رسنيو او مطبوعاتو د څارنې له لارې موږ په خواشينۍ سره دا موندلې چې يو شمير هغه مطبوعات او رسنۍ چې زموږ له شاوخوا هيوادونو فنډ ( مالي مرسته ) اخلي ، په افغانستان کې د کړکيچ پراختيا ته لمن وهي . د قانون دغه ماده ددې لپاره ده چې له دې وروسته د رسنيو او مطبوعاتو مالي سرچينې رڼې وي او داسې ونشي چې کوم هيواد د مطبوعاتو په ډگر کې د پانگونې له لارې د هيواد د بې ثباته کولو هڅې وکړي . )) ددې رپوټ د چمتو کولو په مهال يو شمير سيمه يزو خبر يالانو چې نه يې غوښتل نومونه يې واخيستل شي دا نيوکه هم کوله چې د قانون له شته والي سره سره ځينې سيمه يز چارواکي ، په ځينو پخوانيو ځواکمنو وسله والو ډلو پورې تړلي کسان اوکله ناکله ان د حکومت مخالفان هم دوې د ريښتيا په ويلوگواښي . په دې سربيره د پټو گواښنو تر څنگه د خبريالانو د رټلو او بندي کولو ډاگيزه بيلگې هم کمې ندي . د خپلواکه ژورنالستانو د ټولنې مشررحيم اله سمندرد دغو بيلگو يادونه کوي : يو بل نظر دا هم دى چې گواکې ځينې رسنۍ او ځينې خبريالان د مطبوعاتو له قانون نه ناوړه گټه اخلي او دبيان د ازادۍ او قانون په سپر کولو د گټې د رسوولو په ځاې دغه تنکي بهير ته تاوان اړوي . ښاغلى رفيع دغه ډول چلن انارشيزم يا گډوډي بولي . (( ازادي انارشي او گډوډي نده . د مطبوعاتو ازادي بايد يو سالم چوکاټ ولري . د يوه چا په حيثيت بريد کول پخپله د ازادۍ خلاف کار دى . )) همدغه انارشيزم يا گډوډي دير ځله د پيښو او پر مختياوو په تړاوو د ناسمو رپوتونو او شننو يا تحليلونود خپريدو لامل هم بلل کيږي . ښاغلى دشتي دغه راز چلن د جگړې د کلونو د منفي ذهنيت اغيز بولي : (( په خواشينۍ سره چې موږ پيښې او پرمختياوې هسې چې رامينځ ته کيږي ، نه وينو يا نه غواړو ويې وينو. ډير ځله زموږ ليکنې او تحليلونه هسې وي چې موږ يې پخپله فکر او انگيرنه کوو ، خو دا چې دغه انگيرنې سمې دي که غلطې ، ډير غور پرې نه کوو. دا د کلونو په اوږدو کې د رامينځ ته شوې بدبينۍ او بې اعتمادۍ پايله ده . همدا لامل دې چې په مطبوعاتو او رسنيو څوک ډير باور هم نه کوي .))
په دې مينځ کې تر ټولو د بې بريده سرغړونو گوته برښناپاڼو يا انټرنيټي سايټونو ته نيول کيږي . پر دغو سايټونو کنټرول نشته او د فعاليت په اړه يې د مطبوعاتو په قانون کې هم څه اشاره نده شوې.له همدې کبله په خلاص مټ ليکنې کوي او چې هر څه يې غوښتي وي ليکي يې . د اوس لپاره د مخابراتو وزارت د انترنټ اسانتياوې برابروي . له دې سره سره ددغه وزارت د اسنادو او اړيکتيايې چارو ريس عبدالهادي هادي وايې چې د سايټونو د محتوى څارل د دوې کار ندى : (( د مخابراتو وزارت د خپل کار د لايحې له مخې د سايټونو د محتوى د کنټرول مسوليت نلري . دا کار بايد د اطلاعاتو او کلتور وزارت يا کومه بله مرجع وکړي . زموږ مسوليت د نوې معلوماتي تکنالوژۍ واردول او خلکو ته د هغې معرفي کول دي .)) خو ښاغلى سنگچارکي بيا وايي چې حکومت د سايټونو د فعاليت په اړه هم د يوې تگلارې د جوړولو تکل لري . (( په خوښۍسره بايد ووايم چې زموږ په هيواد کې سايټونه په پراخيدو دي ، د دې د ويش لپاره د مخابراتو د وزارت په چوکاټ کې د تگلارې د جوړولو يوه شورا جوړه شوې ده . دا ډول د اطلاعاتو او کلتور او د مخابراتو د وزيرانو او د سترې محکمې او ملي شورا د کميسونونو د استازو په گډون د مطبوعاتو عالي شورا هم د جوړيدو په حال کې ده . دغه شورا به د مطبرعاتو او رسنيو د فعاليت لپاره لوې تگلارې جوړوي چې په دې کې به هرو مرو د سايټونو فعاليت ته هم پام کيږي .)) د نيمگړتياوو په کتار کې په مطبوعاتو او رسنيو يوه نيوکه دا هم ده چې ډير پام يې د جگړې د کلونو د اغيز په سيوري کې د لفظي شخړو په لور وي او د ولسواکۍ د بنست په توگه د مدني ټولنې د ستنو غښتلي کولو ته لږ پام اړوي . د مدني ټولنې يو فعال او د ولسي جرگې غړى مير احمد جوينده : (( د مطبوعاتو او مدني ټولنې په مينځ کې همغږي نشته . په جلا لارو روان دي . مطبوعات د مدني ټولنې د غښتلي کولو لپاره پراخې هڅې نه کوي . که دغسې يوه همغږي رامينځ ته شي نو دا به د ولسواکۍ له غوړيدا سره ډيره مرسته وکړي .)) د اوس لپاره په افغانستان کې د راډيويې او او تلويزيوني چينلونو په پرتله د چاپيدونکو نشراتو کچه ډيره پراخه ده . خو په ټول هيواد او په تيره بيا په کليو او بانډو کې په ليک لوست د پوهو کسانو شميرې ته په کتو سره ډير دا گڼي چې چاپي نشرات له اړتيا څو وارې زيات دي . ددې په بدل کې گڼ وړانديزونه همدا دي چې دير پام بايد د راډيويې چينلونو د کار د کيفيت ښه کولو ته واړول شي . ښاغلى رفيع د همدغه وړانديز د پلويانو له ډلې څخه دى . (( راډيو ديره اغيزمنه وسيله ده ځکه چې په افغانستان کې د ورځپاڼو او مجلو د لوستونکو شميره خورا کمه ده . دلته د تلويزيون د ودې ساحه هم ډيره پراخه نده . خو راډيو هر کلي او هر کاله ته رسيدلې ده . راډيو گانې بايد غښتلې شي اوخپرونې يې ملي او سالمه بڼه ومومي .)) په سيالۍ سره د مطبوعاتو او رسنيو د ودې په دغه څلور کلن بهير کې د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د خپرونو د ښه کولو په موخه هم گڼ پلانونه مخې ته شوي . ان تر دې چې له حکومت نه استقلال ورکړل شوى او د نشراتي تگلارو د جوړولو لپاره يې تر څنگه يو خپلواکه کميسون هم گمارل شويدى . خو ظاهرا داسې بريښي چې د کميسون چارواکي او د رسنۍ چلوونکي داوړه د اوس لپاره د مخې ته شويو اصلاحاتو په پلي کولو کې پاتې راغلي دي . (( کله چې نوى حکومت رامينځ ته شو، ورسره سم دا اداره هم جوړه شوه . په لومړني کميسون کې ما هم غړيتوب درلود. خو د راديو تلويزيون چارواکو نه زموږ خبره اوريده او نه يې له موږ سره ناسته پاسته درلوده. اوسنى کميسون هم په حکومتي چوکاټ کې فکرکوي اوکومه اغيزمنه تگلاره نلري)) د کميسون اوسني غړي هم نږدې په اتفاق سره د اصلاحاتوپه راوستو کې د پاتې راتلو پړه د ملي راډيو تلويزيون په چارواکو اچوي . تور يې دا دى چې گواکې دغه چارواکي دوى ته د اصلاحي پروگرامونو د پلي کولو واک نه ورکوي . خو د ملي راډيو تلويزيون اوسنى مشر نجب روشن بيا له خپل لورې کميسون پړ بولي او وايې چې تر اوسه يې دوى ته هيڅ کومه اصلاحي تگلاره نده ورمخې ته کړې . (( د کميسون کار دا دى چې دغه رسنۍ د حکومت له کنټروله راوباسي او د هغې د فکرې ، سياسي او مالي استقلال طرحې وړاندې کړي . خو ددې خلاف هغوې هڅه کوي چې د راډيو تلويزيون دننه د يوه بل وزارت په بڼه راڅرگند شي . دا ډول د هغوې طرحې د راډيو تلويزيون له پخوانيو طرحوهم زړې دي .)) ښاغلي روشن د ملي راډيو تلويزيون د مشر په دنده د گمارل کيدو په مهال له خپل لورې هم د اصلاحاتو د راوستو لوې ژمنې ورکړې وې چې تر اوسه ندي عملي شوې . دى تر يوه ځايه پړه مني او وايې جې د ادارې په اړه يې لومړني اتکلونه او ارزونې سمې نه وې : (( دغه ستونزه تر هر څه لومړى پخپله زما د غېرې واقعبيتاته ارزونو پايله ده . ما دا گڼله چې د خپل کار په لومړيو دريو څلورو مياشتو کې به په نشراتو کې گټور بدلون راولم . خو له بده مرغه زه له يوې داسې دستگاه سره مخامخ شوم چې د عصري رسنيو د فعاليت څه څرک پکې نه وو . دلته هر بدلون ته په دې سترگه کتل کيدل چې گواکې هر څه له لاسه وځي . په اصل کې د يوې پخوانۍ رسنۍ سمول د يوې نوې رسنۍ د رامينځ ته کولو په پرتله څو وارې سخت کار دى . )) له لويه سره باور دادى چې په افغانستان وکې د مطبوعاتو او رسنيو په ډگرکې په تيرو څلورو کلونو کې له کمي اړخه رامينځ ته شوى پر مختگ د ستايلو وړ دى او اوس هڅې بايد دې ته واړول شي چې مطبوعات او رسنۍ په خپلو پښو ودريږي ، دوام راوړي او ولس پرې باور وکړي . دې هدف ته د رسيدو لپاره د مطبوعاتو عالي ، مستقل موقت کميسون د يونسکو دادارې په مرسته د باوري تگلارې د جوړولو هڅې پيل کړيدي . د کميسون مشر موسى معروفي د جوړيدونکې تگلارې د لويو ټکو يادونه کوي : (( پوهيږو چې په افغانستان کې د مطبوعاتو دښمنان کم ندي ، په تيره بيا د ازادو مطبوعاتو . زموږ هڅه د مطبوعاتو د ملاتړ او ودې لپاره د يوې داسې تگلارې مخې ته کول دي چې په ترڅ کې يې له مالي اوسياسي اړخه د مطبوعاتو د فعاليت ، دوام او لازياتې ودې خونديتوب يقيني کړل شي . )) دا چې څومره ټولې دغه هڅې د ازميښت له اوسني پړاوه بريالۍ راوتى شي لا هم د وخت خبره ده . خو تر څنگه يې په افغانستان کې د ژروناليزم د ډگر نږدې ټول کارکونکي د هيواد تير تاريخ او تيرو تجروبو ته په کتو سره په دې هم پوهيږي چې ډير څه پخپله د دوى په هڅو پورې تړلي دي او په لږې بې پورايې سره د پرمختگ پر ځاې په شاهم ستنيدى شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||